اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسين په ټول هېواد كښې پيغام پاکستان ضابطه اخلاق عمل درآمد اعلان خوشبينه ګرځولو سره وئيلي دي چې اسلام د سلامتيا، امن، رواداري، تحمل، برداشت او عدم تشدد مذهب دے، فرقه وارانه كركه ، وسله وال فرقه وارانه تصادم او د طاقت په زور خپل نظريات په نورو د مسلط کولو اجازه نه شي وركولې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ وزيراعظم د مذهبي همغږۍ خاص نمائنده او پاکستان علما کونسل چيئرمين حافظ محمد طاهر محمود اشرفي سره ملاقات كښې په خپلو خبرو كښې كړې۔ د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل حکومت هېواد كښې ??حر?? الحرام په مهال امن او امان لپاره هر ممکن اقدامات كوي،په ??ې لړ كښې د پاکستان علما کونسل او متحدہ علما بورډ هېواد كښې د مذهبي همغږۍ او ورورولۍ و??ې لپاره كردار د ستائتني وړ دے۔ وفاقي وزير ووئيل هېواد كښې د مذهبي همغږۍ و??ې لپاره د ميډيا کردار مهم دے۔ ده ووئيل ځيني عناصر په هېواد كښې فرقه واريت له هوا وركولو لپاره د هېواد دښمنه قوتونو په لاسو كښې لوبې كوي،هغوي به چري هم په خپلو عزائمو كښې بريالي نشي۔ په دې موقع حافظ طاهر محمود اشرفي ووئيل د نفاذ شريعت په نامه د طاقت استعمال، د رياست په ضد وسله وال محاذ آرائي، تخريب کاري او فساد او ترهه ګري ټول صورتونه په شريعت كښې حرام دي ۔ده ووئيل د ټولو مسلكونو علماﺀ او مشائخ او مفتيانو د انتها خوښې سوچ او شدت خوښي رد كړې۔ د ??حر?? الحرام په مهال امن او امان به په هر صورت كښې برقرار ساتلې شي۔د ملاقات په مهال هېواد كښې د ??حر?? الحرام په مهال امن او امان په ځائې ساتلو لپاره اقدامات او پيغام پاکستان ضابطه اخلاق عمل درآمد په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه