کراچۍ۔7ستمبر(اے پی پی) پاك فضائيه ګرد هېواد كښې په خپلو ټولو ائیر بېسز او تنصیباتو د ستمبر 7 مه نېټه د شهيدانو ورځې په توګه ولمانځله۔ د پاكستان ائ??رفورس لخوا د نهې په ورځ د جاري شوې اعلاميې له مخې د دې ورځې مناسبت سره ائیر آف??سر کمانډنګ، سدرن ??ئیر کمانډ ائیر وائس مارشل زعیم افضل د پاك هوائي ځواك مشر لخوا كراچۍ كښې د پائلټ آف??سر راشد منھاس شهید (نشانِ حېدر) په قبر د ګلونو څادر خپو?? كړو او فاتحه خواني ئې وكړه۔ ګرد هېواد كښې د پاك هوائي ځواك نورو شهيدانو په قبرونو هم دا ډول دستورې وكړې شوې۔ د ورځې پېل د كال 1965 او 1971 جنګونو شهيدانو او هغه ټولو وګړو لپاره دعاګانو او قران خوانۍ ??خه وكړے شو كومو چې د پاكستان جوړېدو نه تر دې دمه ګران هېواد لپاره خپل ځانونه قربان كړي دي