اسلام آباد 08ستمبر (اے پي پي) د نېشنل كما??ډ اتهارټي 25مه غونډه د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې وشوه۔د خارجه چارو وزير شاه محمود قرېشي٬دفاع وزير پروېز خټك ٬خزانې وزير شوكت ترين٬د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد٬د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن٬ د آرمي٬نيول او د ايئر فورس مشرانو٬د آئي اېس آئي ډي جي پشمول د اېن سي اے ټو??و غړو په غونډه كښې ګډون وكړو۔ اېن سي اے د پاكستان ستراتېژېكي اثاثو كوټلي امنيت باوري كولو لپاره د نېشنل كما??ډ اينډ كنټرول سسټم سره سره په حفاظتي اقدامات د بشپړه باو?? څرګندونه وكړه۔اېن سي اے د دې خبرې پخلے وكړو چې پاكستان به د يو ذمه واره اتومي رياست په توګه د جوهري سلا??تي?? او د جوهري عدم پهېلاؤ اقدامات ښه كولو له په نړيوالو هڅو كښې معنی لرونكے كردار ترسره كوي۔ دغسې اېن سي اے ته په سيمه كښې د شخړو موجوده صورتحال په حقله بريفنګ وركړے شو۔اېن سي اے روايتي او ستراتېژكي څانګو كښې په لويه توګه د وسلو په عد?? توازن د تشويش څرګندونې سره ووئيل اېن سي اے دا پېشرفت د امن او سلا??تي?? لپاره زيان ګڼي او په دې خبره زور راوړي چې پاكستان به د وسلو په زغل كښې د شاملېدو نه بغېر په سيمه كښې ستراتېژېكي استحكام باور كولو لپاره ټو?? اقدامات كوي۔اېن سي اے د لږې نه د لږې ډيټرنس پالېسۍ له مخې فل سپيكټرم ډېټرنس د برقرار ساتلو پخلے وكړو او د ستراتېژېكي صلاحيتونو په پېشرفت يې د اطمينان څرګندونه وكړه۔