د ن??يو??لې ورورولۍ لخوا د افغانستان يو وارې بيا پرېښودل به غلطي وي۔
د قامي سلامتيا سلاحكار ډ??كټ?? معيد يوسف ن??يو??ل وېبنار ته خطاب
اسلام آباد۔11ستمبر(اے پی پی) د قامي سلامتيا سلاحكار ډ??كټ?? معيد يوسف وئيلي دي د ن??يو??لې ورورولۍ لخوا د افغانستان يو وارې بيا پرېښودل به غلطي وي۔ هغه د دې خيالاتو څرګندونه د سنټر فار ایرو اسپیس اېنډ سېکورټی سټټیز (سی اے اېس اېس) اسلام آباد ??رس??وري لاندې د ”افغانستان کا مستقبل اور علاقائی استحکام: چیلنجز ، مواقع اور لائحہ عمل“ په سرخط يو ن??يو??ل وېبنار ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ډ??كټ?? معيد يوسف ووئيل افغان طالبان به په تعميري توګه شاملول وي دغسې چې د ګورننس خاتمې او د كډوالو د يو بل كړكېچ نه بچ كېدل ممكن شي۔ هغه ووئيل پاكستان د يو مستحكم او امناكه افغانستان لپاره نړۍ سره مرسته كوي۔ هغه ووئيل افغانستان كښې د سوویت۔افغان مجاهدین جنګ نه وروسته لوئيديزې نړۍ سختې غلطۍ وكړې په كومو كښې چې افغانستان يوازې پرېښودل او د دې ټول مخالفين يو ځائې كول وو۔ پاكستان يوازينې هېواد دے كوم چې د افغانستان د يوازې كولو او ددې په نتيجه كښې د پېل شوې ترهګرۍ په ضد جنګ زيان پورته كړو۔ د چینګ ډو انسټی ټیوټ آف ورلډ افیئرز صدر ډاکټر لانګ زنګچون ووئيل د ګاونډي هېواد افغانستان بيا ودانۍ كښې به مهم كردار ترسره كول وي او په دې لړ كښې پاكستان مهم هېواد دے۔ هغه ووئيل سي پېك بايد تر افغانستان وغزولې شي او ګوادر بندر ځائې د افغان معيشت په مضبوطولو كښې ستر كردار ترسره كولے شي۔ د روسی جیو پولیټیکل كارپوهه لیونډ ساوین ووئيل د افغان طالبان اوسنۍ قبضې سيمه ايز صورتحال بدل كړے دے او د دې اغېز به په ن??يو??ل سياست پرېوزي۔ هغه ووئيل روس نوے حكومت تسليمولے شي كه چيرې چين اول دا تسليم كړي۔ د سلام پوهنتون ٬ كابل پروفېسر ډ??كټ?? فضل الهادي وزين ووئيل ن??يو??له ورورولي بايد افغان يوازې نه پرېږدي او نوې حكومت ته د حكومت كولو موقع وركړي۔ دغسې افغان طالبان هم بايد د مصالحت رويه خپلولو سره خپل لوظونه وپالي او د طاقت كارولو نه ډډه وكړي۔ د قائد اعظم پوهنتون پروفېسر ډ??كټ?? سيد قندي عباس ووئيل پاكستان او ايران دواړه په سباؤن كښې د يو بشپړ مستقل افغان حكومت هيله لري۔ هغه ووئيل كه افغانستان كښې د كورنۍ جګړې نه بچ كېدل دي نو غېر پشتون خلكو له به زيات ګنجائش پ??دا كول وي۔ د پاکستان ایئر فورس پخواني وائس چیف آف ائیر سټاف ایئر مارشل (ر) فرحت حسین خان په خپلو خبرو كښې په نړۍ زور راوړو چې هغه دې په تېر وخت كښې د هر څه آزمولو نه وروستو افغانستان او منطقه كښې امن ته موقعه وركړي۔ هغه په دې خبره هم زور راوړو چې يو امن ناك او مستحكم افغانستان د سيمې هېوادونو په ګټه دے۔ د وېبنار نظامت د نیوکلیئر اېنډ اسټرېټجک افیئرز ، سنټر فار اېرو اسپیس اېنډ سېکورټی سټډیز ډائرېکټر سید محمد عل?? كولو۔ په خپلو خبرو كښې هغه ووئيل افغانستان شخړو او يوازوالي سره مخ پاتے شوے دے۔ اوس افغان اولس د يو مستحكم قومي رياست جوړولو له د ن??يو??لې مرستې مستحق دے۔ د نوي افغان حكومت لخوا د امنيت عزم په بدل كښې به اوس د افغانستان خاوره د كوم بل هېواد په ضد كارولې نه شي۔