اسلام آباد 04 اكتوبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې د موسمياتي بدلون په وجه پاكستان د اوبو د وسيلو كمي لرونكو هېوادونو په لسټ كښې شاملېدے شي، د پاكستان او ارجنټائن ت??مېنځه د تېرو 70 كلونو په مهال دوه اړخيزه اړيكې پراخا شوې دي او دا د شريك اعتماد، احترام او مرستې څرګندونه ده. ده دا خبرې د ګل په ورځ د پاكستان او ارجنټائن ت??مېنځه د سفارتي اړيكو د 70مې سالګرې په موقع د شجركارې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. پ?? دې موقع خارجه وزير شاه محمود قريشي او د ارجنټائن سفير په ارجنټينا پارك كښې يادګاري بوټي نال كړل. په دستوره كښې وفاقي وزير سيد فخر امام، د موسمياتي بدلون وزير مملكت زرتاج ګل او نورو مهمو سياسي او سماجي شخصياتو ګډو?? وكړو. دستورې ته په خپله وېنا كښې خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل چې د پاكستان او ارجنټائن ت??مېنځه د تېرو 70 كلونو په مهال دوه اړخيزه اړيكې پراخا شوې دي او دا د شريك اعتماد، احترام او مرستې څرګندونه ده. ده ووئيل چې د پاكستان او ارجنټائن ت??مېنځه اړيكې لا قوي كولو لپاره د اداره جاتي مېكانزم كردار ډېر مهم دے.ده ووئيل چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت ودې لپاره شريك كميشن موجود دے او شريك بزنس كونسل هم جوړ كړے شوے. خارجه وزير ووئيل چې د دسمبر په 4مه نېټه به په لاهور كښې د پاكستان او ارجنټائن ت??مېنځه د پولو مېچ كېږي. په پاكستان كښې د ارجنټائن سف??ر هم دستورې ته وېنا وكړه.