اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي)د قامي سلامتیا کمېتۍ د يو خپلواكه ، مستحکم او امن لرونكې افغانستان لپاره د پاکستان د عزم پخلي كو??و سره په نړيواله ورورولۍ زور راوړے چې افغانستان ك??ې د بشري بحران مخنيوي لپاره مرسته وكړي ٬ دغسې وزیراعظم عمران خان سپارښتنه كړې چې د افغانستان په اړه روانو هڅو لپاره پاکستان ك??ې يو خصوصی سیل جوړ كړے شي۔د جمعې په ورځ د قامي سلامتیا کمېتۍ 34مه غونډه د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د افغانستان په موجودہ صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په غونډه كښې د وفاقی کابینې اړوندو غړو ، سروسز چیفس او د انټیلیجنس ادارو مشرانو ګډون وكړو۔ وزیراعظم ته د سيمه ايزې سلامتیا په صورتحال او په خاص توګه په افغانستان ك??ې د پیشرفت او د هغې په پاکستان د ممکنه اثراتو په اړه تفصیلی بریفنګ وركړے شو۔ د قامی سلامتیا کمېتۍ د يو خپلواكه ، امن لرونكې او مستحکم افغانستان لپاره د پاکستان د عزم پخلے وكړو۔ د كمېټۍ ګډون كو??نكو ??ه افغانستان ك??ې په ناوړه انسانی صورتحال د تشویش څرګندونه كو??و سره ووئيل حاجت د دې خبرې دے چې نړيواله ورورولي د بشري بحران مخنيوي لپاره مرسته وكړي۔د غوندې په مهال د افغانستان عبوری حکومت سره د تعمیري ، سیاسی او اقتصادي خبرو اترو په اړه د نړيوالو رابطو په اهميت رڼا واچولې شوه۔