اسلام آباد۔30اکتوبر(اے پی پی) وزیرِاعظم عمران خان قامي ګټې نظر كښې نيولو سره د پټروليم مصنوعاتو بيعو نه زياتولو پرېكړه كړې ده۔ وزيراعظم د اولسي ريليف لمخې د اوګرا او د خزانې وزارت لخو د پټروليم مصنوعاتو په بيعو كښې د اضافې كولو وړاندېز مستر?? كړې۔ د خالي په ورځ د وزراعظم ميډيا آفس لخوا د جاري شوي بيان لمخې اوګرا په نړيواله منډۍ كښې د پټروليم زياتې شويو بيعو ته پام كولو سره د نومبر اولنۍ نېټ?? نه په پاکستان كښې د پټرولو په بي??ه كښې د 11.53 روپۍ ، د هائی سپیډ ډیزل په بي??ه كښې د 8.49 روپو ، د خاورو تېلو په بي??ه كښې د 6.29 روپو او د لائټ ډیزل په بي??ه كښې د 5.72 روپو اضافې كولو وړاندېز وركړې وو۔ وزيراعظم وړاندېز مسترد كولو سره د پټروليم مصنوعاتو په بيعو كښې د اضاف?? نه منع وكړه۔ دا خبره د?? ياده وي چې حكومت په نړيواله كچه د زياتېدونكې ګرانۍ بوجھ اولس ته د منتقل كېدو په ځائې د اولس ريليف ته زياته پام لرنه كوي۔ د اوګرا لخوا د تجويز كړې شوې اوسنۍ اضافې په مد كښې په اولس پرېوتونكې بوجھ حكومت پخپله پورته كوي۔