اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي) خارجه سېكرټريسهېل محمود وئيلي دي اروپائي ائتلاف د پاکستان روايتي دوست ٬ لوي سياسي٬ اقتصادي او تجارتي شراكتدار دے٬ په بېلا بېلو څانګو كښې مرستې ته د لا پراختيا وركولو عزم لرو ۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د پاکستان او اروپائي ائتلاف د سياسي ډائيلاګ اووم پړاٶ ?? جمعې په ورځ په ورچول توګه شوے چې پكښې خارجه سېكرتري د پاكستان?? پلاوي مشري كوله او د اروپائي ائتلاف د پلاوي مشري د يورپين اېكسټرنل اېكشن سروس دوهم عمومي سېكتر اېنرېك مورا كوله۔ د خبرو په مهال د پاکستان-اي يو په استرتېژك انګېجمنټ پلا?? د ??امع عملدرآمد، سيمه ايز او د نړيوال پېشرفت پشمول په دوه اړخيزه اړيكو بحث شوے۔ خارجه سېكرتري د دوه اړخيزه اړيكو په مثبت پېشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه او اروپائي ائتلاف سره په بېلا بېلو څانګو كښې مرستې ته لا پراختيا وركولو ل??اره ئې د پاكستا?? د ??زم پخلے وكړو۔ جي اېس پ?? پلس په شريكه توګه يو ګټور ګام ګرځولو سره خارجه سېكرتري د ترجيحي تجارتي سکيم له مخئ په 27 نړيوالو كنونشنز عملدرامد لپاره د پاكستا?? د ??زم پخلے وكړو٬ دغسې ده د جي اېس پ?? پلس پحقله اروپائي كمېشن د نوې قانون سازۍ په وړاندېزونو د پاكستان د موقف نه هم خبر كړو۔ خارجه سېكرتريپلاوې د افغانستان پحقله د پاكستان د نكته نظر څخه هم په بشپړه توګه خبر كړو۔ ده افغانستان سره د نړيوالې ورورولۍ د عملي رويې٬ د مثبتو رابطو اهميت او په افغانستان كښې د انساني بحران او معاشي تباهۍ لاره نيولو ل??اره په سمدستي توګه د اقداماتو په ضرورت هم زور رواړو٬ په دې تناظر كښې خارجه سېكرتري د افغانستان دګنګلشوو مالياتي ??ثا??و بحالۍ په اهميت هم زرو رواړو۔ خارجه سېكرتر?? پلاوي د افغانستان پحقله د پاکستان د نړيوالو او سيمه ايزو په خاص توګه د افغانستان شپږو ګاٶنډيانو هېوادونو او د ټرائيكا پلس پحقله د سفارتي هلو ځلو نه هم خبر كړو۔ خارجه سېكرتر?? پلاوې په مقبوضه جمو و كشمېر كښې د بشري حقونو د سنګين صورتحال څخه هم خبر كړو او په دې خبره ئې زور رواړو چې د بشري حقونو مسلسل خلاف ورزۍ او د كشميريانو د خپلواكۍ حق نه سرغړونې د پاكستان او هند په اړيكو كښې لوي خنډان دي۔ خارجه سېكرټري په هند زور رواړو چې د پنځم اګست كال 2019 خپل غېر قانوني او يو اړخيزه اقدامات بېرته واخلي او بامعني مذاكرات لپاره سازګار ماحول راجوړ كړي۔ په دې موقع د اروپائي ائتلاف د يورپين اېكسټرنل اېكشن سروس دوهم عمومي سېكتر اېنرېك مورا د كرونا وبائي رنځو چېلنج باوجود د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمېنځه د پرله پسې رابطو ستائنه وكړه او د مائيګرېشن پحقله د ډهانچه جاتي ډائيلاګ په اهميت ئې هم زور رواړو۔ ده هيله څرګنده كړه چې د ستراتېژك انګيجمنټپلان له مخې رابطې به د كرونا په صورتحال كښې د بهترۍ نه پس بيا پېل كولې شي۔ اېنرېك مورا ووئيل مونږ د ستراتېژك ډائيلاګ راتلونكي پړاٶ لپاره د خارجه وزير شاہ محمود قرېشي د برسلز دورې ته سترګې په لار يو۔مورا افغانستان څخه د غېر ملكيانو د انخلاء په ستړو كښې د پاكستا?? د ??هولت كارۍ ستائنه وكړه ۔ دواړو ډلو د افغانستان په وضعه د لوړې كچې د تبادلو دوامداره ساتلو په اهميت هم زور رواړو