لنډی کوتل ۔14دسمبر (اے پی پی)د پاك افغان كوآپرېشن فورم لخوا د مرستې 7 ټركه س??ما?? په طورخم پوله افغان چارواكو ته وركړې شو۔ د پاك افغان كوآپرېشن او خدیجة الکبری وېلفېئر ټرسټ لخوا مفتي طارق مسعود ٬ مفتي محمد فیاض او اډيشنل اسسټنټ کمشنر لنډي کوتل اشرف الدین افغان چارواکي محمد نسیم احمدي ته اووه ټركه د مرستې س??ما?? وركړو كوم كښې چې داروګان ٬ كمب??ې او د خوراك څښاك نور څيزونه شامل وو۔ په دې موقعه محمد نسيم احمدي ووئيل چې په افغانستان كښې 10 لكه نه زيات كوچنيان دا مهال د خوراك كمي سره او نور افغان وګړي بېلو ستونزو سره مخ دي له دې كبله ملګري ملتونه او نور هېوادونو دې په دې سخت وخت كښې د افغان اولس بشپړه مالي مرستې وكړي او دوئي ته دې د مرستې نور س??ما?? راولېږي۔ افغان عهدېدار ووئيل د پاكستان حكومت او پاك افغان فورم ټول عمري په سختو حالاتو كښې د افغان او??س مرسته كړې ده په دې مونږ د پاكستان حكومت او او??س مننه كوؤ۔ په دې موقعه د خدیجة الکبریٰ وېلفیئر ټرسټ مشر مفتي مسعود ميډيا سره خبرو كښې ووئيل افغان اولس لپاره مو په دې سخت وخت كښې 7 ټركه د مرستې س??ما?? افغان چارواكو ته وركړې دې او د خېر سګالۍ جذبې د لاندې به د مرستې س??ما?? لېږلو دا لړۍ دغسې روانه وي۔ هغه نورو هېوادونو سره سره د پاكستان م??ير حضراتو ته هم اپيل وكړو چې هغوي د افغان او??س مرسته روانه وساتي۔ افغان چارواكو افغان اولس لپاره د 7 ټركه س??ما?? په رالېږلو د پاكستان حكومت او پاك افغان فورم خصوصي مننه وكړه۔