اسلام آباد 23 دسمبر(اے پي پي) د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز د هيمپ هارويسټنګ پرانسته كړې۔ دستوره د زيارت په ورځ روات سره نزدې په انسټي ټيوټ آف هائيډرو پولنك ايګريكچر كښې شوې چ??ته چې په يو ايكړ رقبه كرلې شوې بهنګ په دريو مياشتو كښې تيار شوي دي۔ په دې موقع مېډيا سره په خبرو كښې د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ووئيل چې د اګست په مياشت كښې بهنګ كرلي شوي و اوس ?? هغې د رېبلو وخت راغلې۔ ده ووئيل چې مونږ د كے پي كے٬بلوچستان او ګلګت څخه بهنګ اخستي و٬ د بهنګ كرلو څخه به د خلكو په فلصونو كښې اوس ورائټي راشي٬دا په داروګانو كښې هم كارولې كېږي او په صنعتونو كښې يې فائبر په كار راځي۔ سېنېټر سيد شبلي فراز ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د زيتون كمپائن ??یل كړې و او اوس ?? هغې پروډيكشن هم پېل شوے٬ د زيتون تيل مونږ امپورټ كوو٬حكومت د دې ډول پراجېكټس سرپرستي ك??ل غواړي۔ ده ووئيل چې د بهنګ تر ټ??لو ګرانه برخه د دې تخم دے٬د دې په اړه دا تاثر دې چې دا غلط كارولې كېږي