ډھاكه 24 دسمبر(اے پي پي) په بنګله دېش كښې د مسافرو په كشتۍ كښې د اور لګېدنې په پېښه ك??ې 27 كسان مړه او 100 ژوبل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې دا پېښه د بنګله دېش په جهلوكاټي ضلع كښې رامېنځ ته شوې. د ضلعې اېډيشنل ډپټي كمشنر محمد نظم العالم له مخې جهلوكاټي ضلع د بنګله دېش د پايه تخت ډهاكه څخه تقريباً 200 كلوميټره لرې په سوئيلي سيمه ك??ې ده. ده ووئيل چې د مسافرو كشت?? د ??هاكه څخه بارګونا سيمې ته روانه وه چې ناڅاپي پرې اور ولګېدو. ده ووئيل چې د پېښې پلټنې پېل كړې شوې دي.