فېصل آباد 26 دسمبر(اے پي پي) د وزيراعظم د مذهبونو د همغږۍ او مېنځني ختيځ خاص استازي او د پاكستان علما كونسل او د متحده علما بورډ چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي ??ي چې نړۍ ته معلومه شوې چې د كوم مذهب سپكاوې د آزادۍ اظهار نه دے، دا خبره څرګنده ده چې د نبي كريم صلی الله عليه وآله وسلم په شان كښې ګستاخې سره د مسلمانانو جذبات مجروح كېږي ځكه چې نبي كريم صلی الله عليه وآله وسلم مسلمانانو ته د خپل ځان او مال نه زيات عزيز دے. د اتوار په ورځ په كينال پارك فېصل آباد كښې د علما و مشائخ كنونشن ته په خپله وېنا ك??ې ده و??ئيل چې په ناموس رسالت ټوله نړۍ همغږي لري، په اوسني تناظر كښې د روسي صدر ولادي مير پيوټن زړور بيان خوشبينه دے، د روسيې صدر هم په ناموس رسالت زمونږ د وزيراعظم عمران خان د دريځ تائيد كوي. ده و??ئيل چې د دين اصل څيره وړاندې كول د علما ذمه واري ده چې په راتلونكي وخت كښې د سيالكوټ په شان پېښې بېرته رامېنځ ته نه شيب ځكه چې په اسلام كښې د داسې پېښو هېڅ ځائ نشته او د شا املاك سوځول د شريعت په ضد دي، د سيالكوټ پېښې نه پس د يرې چې كومه فضا ده، د علما فرض دے چې د دې لرې كولو لپاره خپل كردار ترسره كړي. ده و??ئيل چې په ټولنه كښې د عدم برداشت رويه وده كوي او دا بدلول د وخت مهم ضرورت دے خو دا كار يوازې د علما نه بلكې د سياسي ګوندونو او د سوسائټۍ د نورو طبقو فرض هم دے چې دوي په دې لړ كښې خپل مثبت كردار ترسره كړي. ده و??ئيل چې تېره اونۍ د او آئي سي خارجه وزيرانو په اسلام آباد كښې په غېر معمولي ??ونډه كښې ګډون كړے په كومه كښې چې د افغانستان په مسئله لوي پرمختګ شوے او سعودي په دې لړ كښې د لوئې مرستې اعلان كړے. نورو اسلامي هېوادونو هم په دې لړ كښې د بشپړه مرستې كولو باور وركړے دے. ده و??ئيل چې د افغانستان په مسئله ټوله نړۍ زمونږ دريځ مني.