اسلام آباد 07 مارچ (اے پي پي) خارجه سېكرټري سهيل محمود سره د المان خاص استازي ګیسپر ویک د ګل په ورځ په خارجه وزارت كښې ليدلې دي۔د خارجه دفتر له مخې د ملاقات په مهال د پاكستان المان دوه اړخيزه اړيكو او د افغانستان په صورتحال هم د خيالتو څرګندونه شوې ۔خارجه سېكرټري د امن٬مستحكم او خوشحال افغانستان په اړه د پاكستان نظر نظر د هغه سره شريك كړو۔ده په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې د بشري مرستې وركولو نه علاوه اقدامات وكړي ځكه چې د اوږدې مودې استحكام به ګټه ور وي ۔ده ووئيل مستحكم افغانستان په منطقه كښې د اقتصادي استحكام٬سيمه ايزو روابطو او د ترهه ګرۍ په مخ نيوي كښې مهم كردار ادا كولې شي۔د المان خاص استازي د انخلا په هڅو كښ?? په آسانيو وركولو د پاكستان مننه وكړه او د امن او استحكام مقصد ته د ودې وركولو لپاره افغانستان سره د رابط?? په ضرورت ئې اتفاق وګړو۔ده په دوه اړخيزه ت??ادلو د اطمينان څرګندونه وكړه او د شريكې خوښ?? په ټولو څانګو كښې د مرستې زياتولو لپاره ئې د المان د عزم پخلے هم وكړو