اسلام آباد 10 مارچ (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي سپلائي چين لاجسټ??س څانګه په تندۍ سره پرمختګ كوي ٬ نړۍ كښې كېدونكې پرمختګ سره به خپل ځان سمول وي، حکومت د هېواد معيشت بهترۍ لپاره موثره اقدامات كوي، د انفارميشن ټيکنالوجۍ او كركيلي په څانګو كښې مخ په وړاندې تګ لپاره پراخه مو??عې موجود دي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ ” وړومبي ملټي موډل لاجسټکس” کنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په کنفرنس كښې د سټېټ بېنك آف پاكستان پخوانې ګورنر ډاکټر عشرت حسېن، معاشي او لاجسټك پوهانو، سرکاري او د غېر سرکاري تنظيمونو نمائندګانو، سفيرانو او نورو شخصياتو ګډون وكړو۔ صدر ووئيل نن پاكستان د پرمختګ بلها مو??عې لري٬ د هنر مند افرادي قوت د لارې مو??ږ د پرمختګ دې مو??عو څخه بلها ګټې پورته كولې شو۔ ده ووئيل نړۍ كښې د كاروبار نوې مو??عې زياتېږي، ټيکنالوجي چې كومې تند رفتارۍ سره پرمختګ كوي د دې په نسبت د فېصله سازۍ عمل سست دے۔ صدر ووئيل د مېنځنۍ آسياء هېوادونه د ګوادر بندر ځائ د لارې د خپل سامان ترسيل غواړي، ده ووئېل د مېنځنۍ آسياء د بېلا بېلو هېوادونو دا خواهش دے چې د ھغوي مصنوعات برآمد كولو لپاره ګوادر ته ورسي دغسې چې ھغه بهر هېوادونو ته ولېږلې شي٬ دې مقصد لپاره په ګوادر كښې وېئر هاٶسز جوړ كړے شوي، پاکستان هم په آسياء كښې خپل برامدات زياتول غواړي، مو??ږ په دې وروستيو كښې ازبكستان او تركيه ته د څيزونو ترسيل پېل كړے۔ ده ووئيل حکومت د ټيکسټائل صنعت بحال كړے چې ورسره 900 اربه او زرعي صنعت سره تعلق لرونكو كسانو ته 1100 اربه اضافې ګټه رسېدلې۔ ډاکټر عارف علوي ووئيل د پاکستان د آئي ټي څانګه مهم كردار لوبوي، تېر كال فېس بك (مېټا) د پنځو زرو مېرمنو تربيه كړې د كومې په نتيجه كښې چې ھغوي په كاميابۍ سره خپل كاروبار چلوي، ده ووئېل سږ كال يو لك مېرمنو ته د تربيې وركولو هدف ټاكلے شوے۔ صدرممملكت ووئيل نړۍ كښې ډېره ترقي روانه ده٬ نوې آئيډياز په پخوانو آئيډياز بريا ترلاسه كوي چې په نتيجه كښې ئې مو??عې زياتېږي، كه پاکستان دا مو??عې زر وپېژني نو دې څخه به هېواد ته ګټه ورسي۔ ده په دې خبره زور رواړو جې مېرمنو ته د تعليم او صحت وركولو سره سره دوي په معاشي توګه قوي كول پكار دي۔ ده ووئيل سپلائي چين لاجسټ??س څانګه په تندۍ سره پرمختګ كوي ٬ نړۍ كښې كېدونكې پرمختګ سره به خپل ځان سمول وي