اسلام آباد 10 مارچ (اے پي پي)د وزيراعظم د مذهبونو همغږۍ او مينځني ختيز چارو خاص مرستيال او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئېلي دي عالم اسلام او عرب سره د پاكستان اړيكې ډېرې ښې دي??په عالمي حالات كښې بدلون راروان دے په كوم چې مونږ له ډېر غور و فكر او د محنت ضرورت دے٬د اسلامي مرستې تنظيم غونډه د مارچ په 22مه ن??ټه كېدونكې ده كومه چې د پاكستان لپاره د وياړ لمحه ده۔ ده ووئېل خارجه وزير شاه محمود قرېشي د دې د تيارو څارنه كوي٬د اسلامي مرستې تنظيم غونډه به د پاكستان لپاره وياړ لمحه وي او دا ټول مېلمانه به د مارچ په 23ن??ټه په پرېډ كښې ګډون كوي۔د عالم اسلام اتحاد او آزاده خارجه پالېسي د پاكستان ترجيح ده۔ده دا خبره د عرب ابلاغ ذريعو سره په خبرو كښې كړې۔ده ووئيل د پاكستان او سعودي عرب اړيكې د دوه قامونو٬ايمان او عقيدې اړيكې دي او دا څوك هم كمزورې كولې نه شي او دا ډول اړيكې ټولو وروڼو اسلامي هېوادونو سره قائم دي??په موجوده دور كښې عراق٬مصر٬كويت او نورو عرب هېوادونو سره په اړيكو كښې ښه والے راغلے ۔حافظ محمد طاهر محمود اشرفي د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل د عدم اعتماد تحريك به نا??ام وي٬د عمران خان ملګري هغه يوازې نه پرېږدي٬اتحاديان هم د حكومت سره ولاړ دي او ډېر زر به نړۍ اويني۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د اسلامي مرستې تنظيم خارجه وزيرانو غونډې تيارۍ روانې دي??په غونډه كښې به په فلسطين او كشمير ضرور خبره كېږي٬په كشمير٬فلسطين د اسلامي مرستې تنظيم دريځ بيخي هم نه دے بدل شوے ٬د فلسطين په مسئله د پاكستان سعودي عرب دريځ يو دے٬هر يو هېواد ته دا حق ترلاسه دے چې هغوي د خپلو ګټو او مص??حتونو له مخې پريكړه وكړي۔ ده ووئېل د تركيې٬متحده عرب امارات٬بحرين د اسرائيل سره اړيكې د هغو هېوادونو خپله پريكړه ده٬پاكستان د نورو هېوادونو په چارو كښې مداخلت نه كوي