اسلام آباد 19 مارچ (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چ?? عمران خان سره دوكه كوونكي به سپك ش??، د مرورو غړو بېرته راتللو لپاره دروازې پرانستې د??، داسې نه شي كېدې چې د عمران خان په نوم ټاكنې وګټي او بيا لوټا جوړ شي، ټولې ادارې په يو پېج دي. ده دا خبرې د خالي په ورځ په خارجه دفتر كښې خبريالانو سره د غېر رسمي خبرو په مهال وكړې. د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې چا ته دوكه وركول مناسب نه دي. ده ووئيل چې د توبې دروازه تل پرانستې وي، مونږ دا نه وايو چې خلق دې لازمي عمران خان ته ووټ وركړي، مونږ وايو چې وړومبې دې استعفٰی وركړي، بيا دې په خپلو سيمو كښې ټاكنې وكړي، ټاكنې دې وګټي او بيا دې ووټ وركړي خو داسې نه شي كېدې چې د عمران خان په نوم او د پي ټي آئي په ټكټ ټاكنې وګټي او بيا لوټ?? شي او پېسې اخستلو سره خپل ځان خرڅول پېل كړي. زمونږ ټولنه او سياست د دې اجازه نه وركوي. وفاقي وزير ووئيل چې اپوزيشن خواهش لري چ?? عمران خان بلېك مې?? شي خو داسې به كله هم ونه شي. بايد په مسئلو خبرې وشي، اول مو هم وئيلي وو چې دومره تريخوالې دې پېدا نه كړ?? شي چې بيا يو بل سره كښېناستل مشك?? شي. په سندھ هاٶس كښۍ چې پرون څه شو??، داسې كله هم د پي ټي آئي مشرانو نه دي غوښتي. ده ووئيل چېې د تاٶ تريخوالي كمولو ضرورت دے. ده ووئيل چې څنګه ن ليګ او پيپلز ګوند خپله پنځه كاله موده پوره كړې، بايد هم داسې د پي ټي آئي حكومت هم خپله موده پوره كړي. د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې د سازشونو د لار?? عمران خان نه شي لرې كېدے، اولس حق لري چې هغه څو?? منتخب كړي. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې په سندھ هاٶس كښې خلق بند كړے شوي دي. ټېليفونونه راځي چې مونږ دې بهر وويستلې شو. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې مونږ خپله غونډه كوو او اپوزيشن دې خپله غونډه وكړي، كوم تصادم به نه كېږ??، د آئين له مخې دا بنيادي حق دے. د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل چې د قومي اسمبلۍ د غونډې رابللو سپيكر وئيلي شي، ټولې ادارې په يو پېج دي.