اسلام آباد 30 مارچ (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شيخ رشيد وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان د استعفيٰ سوال هم نه پيدا كېږي ، هغه به تر آخري بال لوبه كوي ،كابينې په وزيراعظم د بشپړ باور څرګندونه كړې۔ ?? شورو په ورځ ميډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل وزيراعظم د خط مندرجات كابينې ته وړاندې كړې ، په كوم چې تفصيلي خبرې شوي ، دا د ډان ليكس او ميمو ګيټ اپوزيشن نه دے،غيرملكي سرمايه لرونكې اپوزيشن به قام ونه بخښي۔ده ووئيل د شورو په ورځ به وزيراعظم قام ته خطاب كوي۔ په غير ملكي سرمايه كار كونكے اپوزيشن به قام ونه بخښي۔ده ووئيل كيدے شي د قامي اسمبلۍ ان كيمره غونډه وكړې شي او ممكن ده چې وزيراعظم عمران خان يا خارجه وزير شاه محمود قريشي كښې به يو خطاب وكړي۔ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان د استعفيٰ څه سوال هم نه پيدا كېږي، هغه به تر آخري بال لوبه كوي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل كومو اتحاديانو چې حكومت پرېښودے په هغې به هم يو دوه ورځې پس تبصره كوم