مظفر آباد 31 مارچ (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د روايتي علاج طريقې په ځائ احتياطي طبي علاج ته وده وركولو لپاره د هېواد ډاکټرانو او د قدر وړ انساني وسائلو څخه ګټه پورته كولو لپاره د موثره تګ لارې په وضع كولو زور راوړے ۔ ده دا خبرې د مظفر آباد ميډيکل کالج کانووکېشن ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل ډاکټرز او هېلتھ پروفيشنلز د صحت عامه په يو شمېر نظر انداز كړے شوو څانګو كښې د مسئلو حل لپاره مهم كردار لوبولے شي چرته چې د شعور بېدارولو د لارې واضح فرق پېدا كېدې شي۔ صدر مملکت د زياتېدونكې آبادۍ٬ د مېرمنو د خوراك د كمي٬ د كوچنيانو په شرح نمو كښې د كمي غوندې چېلنجونو مخنيوي په لړ كښې د احتياطي تدبيرونو پحقله د ډاکټرانو لارښونې لپاره په موثره فعاليت زور رواړو۔ ده په دې خبره د تشويش څرګندونه وكړه چې هېواد لس فيصده آبادي هېپاټائټس سره مخ ده ٬ په ھغې تقريباً 3 اربه ډالره خرڅ راځي ۔ ده ووئې?? د ??ېرمنو ډاكټرانو خپل پروفېشن جاري ساتلو لپا??ه يوازې ډاډ??ير??ه كافي نه ده بلكې د لائحې تشكيلو?? د ??خت ضرورت دے۔ ده ووئيل هېواد د صحت عامه چېلنج مخ نيوي له د موجوده دوه لكه ??رس??نو په مقابل كښې نهه لكه ??رس??نو ته اړتيا لري ۔ ده ووئي?? ميډيکل ګريجويټس دې د ډاکټر جوړېدو نه پس د انسانيت په خدمت او همدردۍ عمل وكړي۔ صدر مملکت په آزاد جمو و کشمير كښې د هيلتھ سائنسز اينډ ميډيکل يونيورسټۍ جوړولو د مطالبې ملاتړ وكړو۔ صدر مملکت د جينوسډ واچ د يو رپورټ حواله وركولو سره ووئيل اقليتونه سختې كركې سره مخ دي او د هند حكومت په سيمه كښې د آبادۍ تناسب د بدلولو هڅې كوي۔ دغسې په دې مهال صدر مملکت د کاميابو شوو ګريجويټس، والدينو او استاذانو ته په محنت مباركي وركړه