اسلام آباد۔9اپرېل(اے پی پی) د ??ار??ه چارو وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي مونږ ته د سپريم کورټ پرېكړه قبوله ده٬ د عدم اعتماد تحريک په ??ئيني، سياسي او جمهوري طریقه مبارزه كول زمونږ حق دې٬ مونږ د عدلیې د پرېكړې پابند یو، سپیکر هم د د دې پرېكړې لاندې د غونډې چلولو پابند دې ٬ د وزيراعظم رائې دا ده چې د عدم اعتماد تحريك ??ه شا د نړيوال سازش كېدو پلټنې هم ضروري دي۔ د خالي په ورځ په قومي اسمبلۍ کښې د اپوزيشن لارښود شهباز شريف لخوا د راپورته کړې شويو نكتو په ځواب كښې ده ووئيل په ??ئين كښې د عدم اعتماد تحريک امکان شته٬ د دې تحريك وړاندې كول د اپوزيشن حق د?? او د حكومت دفاع كول زمونږ فرض دي۔ ده ووئيل د بده مرغه آئين ماتول زمونږ د تاريخ برخه پاتې شوې ده۔ په 12 اكتوبر 1999 آئين مات كړې شو ٬ ده ووئيل نظريه ضروت بايد دفن كړې شوې وه۔ ده ووئيل زه په ??ې خوشحاله يمه چې زمونږ جمهوريت وده كوي او مونږ كښې څوك هم نظريه ضرورت منلو ته تيار نه دې۔ ده ووئيل وزيراعظم وائي چې مايوس يمه خو د عدليې احترام كوم۔ د وزیراعظم وېنا ده چې يو نړيوال سازش شوې د?? او د دې بايد پلټنې وكړې شي٬ ده ووئيل مونږ په ??ئيني عمل اعتراض نه لرلو۔ ده ووئيل د قومي سلامتيا كمېټۍ چې كله دغه خط وليدلو نو دا ئې حساس وګرځولو٬ كمېټۍ ??ار??ه دفتر ته امر وكړو چې په ??سلام آباد او واشنګټن كښې دې په ??ې احتجاج وكړې شي۔ كمېټۍ دا پرېكړه هم وكړه چې د پارليمنټ د قومي سلامتيا په فورم دې هم دا معامله كېښودلې شي او حقائقو ته د رسېدو هڅه دې وكړې شي۔ سپيكر د غوندې كارروائي تر 12 نيمو بجو وځنډوله۔