اسلام آباد۔10اپرېل(اے پی پی) د سارک چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټریز صدر افتخار علی ملک افغانستان او ايران سره د بارټر ټرېډ پرېكړه ستائلو سره وئيلي دي چې دې سر?? به درې اړخيزه تجارتي اړيكې لا مضبوطې شي ??و د درې واړو ګاونډي هېوادونو ترمينځه اقتصادي اړيكې به لا وده ومومي۔ د اتوار په ورځ د وقاص انجم په مشرۍ كښې د سوداګرو يو پلاوي سره د ملاقات په مهال ده ووئيل سيمه ايزو رياستونو سره تجارت ته وده وركولو له دواړو هېوادونو سره د بارټر ټرېډ لاندې د درآمداتو او برآمداتو اجازه وركول د پاكستان يوه غوره پرېكړه ده۔ ده هيله ولرله چې بارټر ټرېډ لپار?? به مناسبه تګلاره وضعه كړې شي ??و د ايران او پاكستان چارواكي به ډېر زر دې ته حتمي شكل وركړي۔ ده ووئيل د سارك چېمبر په صدر دفتر كښې خصوصي ډېسك جوړ كړې شوې دې دغسې چې د غړو هېوادونو سوداګرو ته آسانۍ وركړې شي۔