اسلام آباد۔17اپرېل(اے پی پی) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي مسيحي ورورولۍ په پاكستان كښې د زده كړو ٬ روغتيا او دفاع پشمول په ټولو څانګو كښې غېر معمولي خذمات ترسره كړي دي، ?? مسیحی ورورولۍ په شمول ټول غېر مسلم پاكستاني وګړي زمونږ د وياړ وړ اثاثه او قوت دي ٬ مونږ د خپلو ??ېر مسلم پاكستاني وګړو د خېر ښېګړې ٬ ترقي او دوئي ته د خپلو ??ئيني حقونو وركول باوري كولو ??زم لرؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم شهباز شريف د اتوار ??ه ورځ د ايسټر اختر په موقعه د پاكستان او ګردې نړۍ مسيحي ورورولۍ ته د مباركۍ خپل پېغام كښې وكړه۔ وزیراعظم ووئيل مسيحي ورورولۍ ته د ايسټر خوشحالو مباركي وركوؤ او دوئي لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كوؤ۔ ده ووئيل حضرت عيسی علېه السلام سره بې كچ?? مينه او عقيدت ?? مسيحيانو او مسلمانانو ترمينځه يو لويې مشتركه خصوصيت او قدر دې۔ وزیر اعظم ووئيل مسيحي ورورولۍ د قيام پاكستان نه تر تعمير پاكستان په هر يو پړاؤ تاريخ كردار ترسره كړې دې۔ ده ووئيل د دې اختر په موقعه د پاكستان پرمختګ ٬ نړۍ كښې د امن او مينې ودې او د شخړو او كركو ختمېدو له د خصوصي دعا اپيل كوم۔