اسلام آباد 21 اپريل (اے پي پي) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال د چين پاكستان اقتصادي راهداري (سي پيك) لپاره سينټر آف ايكسي لينس په غير فعاليدو د خفګان څرګندونه كړې ، د سينټر مقصد د سي پيك پروژو لپاره مرسته كول دي۔وفاقي وزير د زيارت په ورځ د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وزارت ترمخه د پيل شوو منصوبو پيشرفت جاج اخستو له د يوې غونډې مشري كولو په مهال د خفګان څرګندونه وكړه۔په غونډه كښې ايډيشنل سيكرټري منصوبه بندي،پراجيكټ ډائريكټرز او نورو اړوندو اسټيك هولډرز ګډون وكړه۔ د غونډې په مهال د پاكستان انسټيو?? آف ډيولپمنټ اكنامك (پاهډ) په اړه په درې پروژو د خيالاتو څرګندونه وشوه چې پكښې د سي پيك لپاره سينټر آف ايكسي لينس كښې مسابقتي ګرانټس پروګرام پاليسي اورينټډ ??يس??چ اينډ كنسټركشن آف پاٰيډ كيمپس شامل دې د كومو منظوري چې په كال 2016 كښې وركړې شوې ده ۔وفاقي وزير ووئيل د پايډ مقصد د سي پيك پروژو ??يس??چ لپاره مرسته كول وؤ خو د بده مرغه په هغې كښې كوم پيشرفت نه دې شوے ۔ده ووئيل مونږ د چين منډيانو په اړه ډير كم معلومات لرو ځكه يو معياري تحقيقي مركز د وخت ضرورت دے او په خاص توګه صنعتي مرستې په څانګه كښې۔ وفاقي وزير د اسلام آباد سيكټر F-5/2 كښې د پايډ كيمپس جوړولو په اړه هم پوښتنه وكړه۔