اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئ??لي دي د پي ټي آئي د قامي اسمبلۍ په 20 غړو د آرټيكل 63 اے نفاذ نشي كېدے ځكه چې هغوي د وزيراعظم عمران خان په ضد عدم اعتماد تحريك كښې ووټ نه دې استعمال كړے او نه يې شهباز شريف له ووټ وركړے۔د زيارت په ورځ يو نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل دغه 20 غړي اوس هم د پي ټي آ??ي برخه دي ۔ده ووئيل راجه رياض او نورعالم پريكړه كړې وه چې ګوند به نه پرېږدو۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر ټا??نې په حقله به قانون خپله لار اختيار كړي۔ده ووئيل د پنجاب پخواني ګورنر چوهدري سرور د وزيراعلٰی څخه د استعفٰی تصديق لپاره وزيراعلٰی ته ټېليفون كړے ؤ ۔چوهدري پروېز الهي پنجاب اسمبلۍ كښې د حكومتي ډلې مشر لپاره د نامزدۍ كاغذونه جمع كړي وو او ه??ه وخت هم عثمان بزدار د هغه سره ولاړ ؤ۔