اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري حريت لارښود ياسين ملك ته د دروغو په بنياد د سزا وركولو په ضد ?? اسلامي مرستې تنظيم( او آئي سي ) سيکرټري جنرل حسين براهيم طحه ته خط ليكلے دے چې پكښې هغه د هند په غير قانوني تسلط جمو او کشمير كښې د بشري حقونو سنګين صورتحال څخه خبر كړے شوے۔ په خاص توګه خارجه وزير حريت لارښود ياسين ملك په ضد د دروغو او سياسي مقاصدو لپاره مقدمه كښې په سزا د تشويش څرګن??ون?? كړې۔دا مقدمه د هند نېشنل انوسټي ګيشن ايجنسي د هغه په ضد په 2017ء کښې په زوړ تاريخ كښې درج كړې ده۔ خارجه وزير وا??حه كړه چې ياسين ملك له سزا او کشميري لارښودو په ضد سياسي مقاصد لپاره مقدمې کشميريان د هغوې د خپلواكۍ پيدائشي حق ترلاسه كولو هلو ځلو څخه منع كولے نشي او هغوې د حقيقي قيادت څخه د محرومولو هڅې به روانې وي ۔ ياسين ملك بدنام زمانه تهاړ زندان كښې 2019ء راهسې بنديوان دے او د هغه په غير انساني صورتحال او هغه سره په ناروا سلوك د تشويش څرګن??ون?? كولو سره خارجه وزير په دې خبره زور راوړے چې او آئي سي دې د جمو او کشمير په اړه په خپل پخواني او اصولي موقف په تناظر كښې د هند غير قانوني اقدام په اړھ خپل کردار ترسره كړي۔ د هند په غير قانوني تسلط كښې جمو او کشمير كښې د سنګين صورتحال تر مخه خارجه وزير سيکرټري جنرل څخه اپيل وكړو چې په هند زور راوړي چې ياسين ملك خوشې كړي دغسې چې هغه بيا د خپلې كورنۍ سره ملاقات وكړي۔ ده ووئيل د هند په غير قانوني تسلط كښې جمو او کشمير كښې د بشري حقونو سنګينو خلاف ورزيو كوټلو ، منصفانه او په نړيواله كچه پلټ??و له دې جمو او کشمير په اړه او آئي سي انکوائري کميشن جوړ كړي دغسې چې کشميريا??و له د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل قراردا??ون?? له مخې د ملګرو ملتونو په نګرانۍ كښې د رايو وركولو حق وركړے شي۔ خارجه وزير وا??حه كړه چې کشميريان د هند غاصبانه قبضې څخه خلاصي لپاره ?? اسلامي نړۍ څخه هيلې لري