اسلام آباد۔6جون(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د نبي كريم (ص) په شان كښې د بي جے پي د لا??ښودو د سپكاوي بيانونو سخته غندنه كولو سره وئيلي چې د خاتم المرسلېن نبي رحمت حضرت محمد (ص) د ناموس ګستاخي كولو سره د بي جے پي لا??ښودو خپل ځان ډېر ښكته ثابت كړې دې۔ د ګل په ورځ په خپل بيان كښې دې ووئيل چې د ګردې نړۍ ټولو انسانانو لپاره د رحمت جوړ كړې شوي نبي اكرم سيرت مطالعه كوؤنكې كوم هم صحيح فطرت لرونكې د هغوي د احترام او ادب نه بغېر پاتې كېدې نه شي۔ دې ووئيل د بي جے پي د لا??ښودو د ګستاخۍ بيانونو سخته غندنه كوؤ۔ دا د بي جے پي د انتها خوښۍ او فتنه پر??رۍ سوچ يو بل ثبوت دې۔ مریم اورنګزیب ووئيل نړيواله ورورولي دې د مقدسو هستو د احترام نړيوال تحريك په ضد د هندي حكومت منافي رويو نوټس واخلي۔ دې ووئيل هند د اقليتونو او په خاص توګه د مسلمانانو د بنيادي حقونو ٬ مذهبي آزادو او د بنيادي بشري حقونو مجرم دے٬ دې بايد انصاف سره مخ كړې شي۔ د اطلاعاتو وفاقي وزيرې ووئيل په مونږ كښې هر يو مسلمان د نبي علېه السلام عزت او حرمت د خپل ځان نه زيات ګران ګڼي او په دې خپل سر قربانولو له چمتو دے