اسلام آباد06 جون(اے پی پی)قامي اسمبلۍ د پخواني وزيراعظم عمران خان نياز?? د ??تنازعه ټي وي مركې په ضد قرارداد منظور كړے ۔په قرارداد كښې د رياست څخه غوښتنه شوې چې د سپريم كورټ څخه رجوع كولو سره په دې اړه قانوني كاروائي په عمل كښې راوستلې شي ځكه چې د پخواني وزيراعظم بيانونه د هېواد سالميت٬يو والي او په جوهري پروګرام اثرانداز كېدے شي۔د ګل په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې په دې اړه د اقتصادي چارو وفاقي وزير سردار اياز صادق د قرارداد وړاندې كولو اجازه وغوښته ۔د سپيكر لخوا په اجازه ترلاسه كېدو ده قرارداد وړاندې كړو۔د قرارداد په متن كښې وئ??لي شوي دا ا??وا?? د پخواني وزيراعظم عمران خان نياز?? د ??غې ټي وي مركې په سختو ټكو غندنه كوي چې پكښې هغه وئ??لي وو كه اسټېبلشمنټ سمې پريكړې ونه كړي نو زه تحريري ضمانت دركوم چې د ادارې په حېث به پاك پوځ ??با?? شي بلكې د پاكستان اتومي صلاحيت به ختم شي۔ د قرارداد متن كښې وئ??لي شوي دا ا??وا?? ښه خبر دے چې پاك پوځ د آئين او قانون له مخې نه يوازې د خپلو ذمه وارو بلكې د هېواد د جغرافيائي پولو حفاظت هم كوي۔د پاك پوځ د هېواد او قام لپاره د ستائنې وړ خذمات تر سره كوي۔د پاك پوځ افسرانو او ځوانانو د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره د خپلو ځانونو قربانۍ وركړي٬دغسې دا ا??وا?? په دې قربانو پاك پوځ ته پیرزوئنې وړاندې كوي۔دا ا??وا?? غوښتنه كوي چې د پخواني وزيراعظم عمران خان په ضد رياست سپريم كورټ څخه رجوع كولو كښې قانوني كاروائي په عمل كښې راولي ځكه چې د پخواني وزيراعظم بيان د هېواد سالميت٬يو والي او په اتومي پروګرام اثرانداز كېدے شي۔دغسې د دې قرارداد غونډې منظوري وركړه۔