اسلام آباد13جون(اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې د بصارت او سماعت څخه محروم زده كوونكو لپاره د خاص كمپيوټرز او سافټ ??يئر وركولو ضرورت دے، اولسي استازي، اېن جي اوز، اړوند وفاقي او صوبائي محكمې دې زده كوونكو ته معياري او د م??رك??ت د ضرورياتو په بنياد هنر وركولو سره سره په سكولونو كښ?? د نوي دور اسانيو لپاره هر ډول ضروري مرسته وكړي. د ايوان صدر د مېډيا څانګې له مخې صدر مملكت دا خبرې د نېشنل سپېشل اېجوكېشن كمپلېكس خضدار جينكو زده كوونكو د ملاقات په مهال وكړې كومو چې د ګل په ورځ ده سره په ايوان صدر كښ?? ملاقات وكړو. ده صوبائي چارواكو ته هدايت وكړو چې هغوي دې سكول تر سېكنډري چكه اپ ګرېډ كولو، نصاب ښه كولو او سكول ته د نوي دور تعليمي اسانيې وركولو لپاره ټول ضروري اقدامات وكړي. صدر مملكت ووئيل چې زده كوونكو ته ښه امدن ترلاسه كولو لپاره ډېجيټل او د آئي ټي مهارتونو ترلاسه كولو ضرورت دے. صدر مملكت ووئيل چې د پاكستان حكومت د معذور كس??نو د حقونو اېكټ كوم چې په كال 2020م كښ?? منظور شوے و، پابند دے چې باوري چې د هر يو معذور كس احترام وكړے شي ، هغه مساوي موقعې ولري او د مهذب ژوند تېرولو حق ولري. صدر مملكت ته ووئيل شول چې دا زده كوونكې د خپلو تعليمي چارو په لړ كښ?? د اسلام آباد دوره كوي، نېشنل سپېشل اېجوكېشن كملېكس د بلوچستان د خضدار په سوئيلي سيمه كښ?? د معذور زده كوونكو يواځنې تعليمي اداره ده، په اداره كښ?? د پرائمري تعليم او د هنرمندې په پروګرامونو كښ?? 160 زده كوونكي زده كړې كوي.