رشكئي 15 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف سپارښتنه كړې چې رشكئي اقتصادي ز??ن كښې پرمختيائي كارونه دې په ټاكلې شوې موده كښې بشپړ كړے شي او د پروژې په لار كښې ټول خنډان دې لري كړې شي۔ده دا سپارښتنه د شورو په ورځ د رشكئي خصوصي اقتصادي ز??ن دورې په مهال د جائزه اغستنې غونډې مشرۍ كولو سره وكړه۔په غونډه كښې د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال , وفاقي وزير اسعد محمود، وفاقي وزير ساجد طوري، وزيراعظم صلاحكار امير مقام، پاكستان كښې د چين سفارتخانې ناظم الامور د چين كمپنو نمائندګانو او اعليٰ سركاري افسرانو ګډون كولو۔په غونډه كښې د رشكئي خصوصي اقتصادي ز??ن روان كار په اړه بريفنګ وركړے شو۔غونډي ته ووئيل شول رشكئي خصوصي اقتصادي ز??ن په 1000 ا??كړ?? پروت دے۔غونډې ته ووئيل شول چې رشكئي خصوصي اقتصادي ز??ن د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ موډ ترمخه خېبر پښتونخوا اكنامك زونز ډويلپمنټ اينډ منجمنټ كمپني KPEZDMC او CRBC ( يو سركاري چيني انټرپرائز) په مرسته SPV يعني رشكئي اسپيشل اكنامك زون ډويلپمنټ اينډ آپريشنز كمپني د لارې جوړېږي۔د دې كمپني KPEZDMC 9 فيصده او CRBC 91 فيصده شيئرز دي كومه چې د دې نوعيت وړومبۍ لوظنامه ده۔ د چين كمپنۍ د دې خصوصي اقتصادي ز??ن د آپريشنز ذمه واره ده۔ رشكئي خصوصي اقتصادي ز??ن كښې لائټ انجينئرنګ، آټو موټيو، كنسټركشن او فوډ پروسيسنګ او برآمدات تر مخه څانكې هدف ګرځولې شوي چې پكښې ځائي وګړو لپاره نيغ په نيغه او بالواسطه ملازمتونه راپيدا كول او اقتصادي هلي ځلي رامخې ته كول دي۔ په غونډه كښې ووئيل شول رشكئي خصوصي اقتصادي ز??ن كښې د ا??بو پائپ لائن غزولو او ګاز پائپ لائن غزولو كار او سول وركس د بشپړيدو په مراحلو كښې دي ۔غونډې ته بريفنګ په مهال ووئيل شول رشكئي خصوصي اقتصادي ز??ن كښې 2 صنعتي يونټس په جوړولو كار روان دے دغسې ځينې نور صنعتي يونټس په جوړولو به هم كار پيل شي۔غونډي ته ووئيل شول سوئي ناردرن ګيس پائپ لائنز لميټډ تر زون ګاز باوري كړے دغسې نېشنل ټرانسميشن اينډ ډسپيچ كمپني تر زون د برېښنا وركولو لپاره ګرډ اسټيشن جوړوي۔ وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې رشكئي خصوصي اقتصادي ز??ن كښې روان پرمختيائي كارونه په ټاكلې وخت كښې بشپړ كړئ۔ وزيراعظم ووئيل رشكئي خصوصي اقتصادي ز??ن په اړه وفاقي او صوبائي ادارو كښې چرته چې د همغږۍ كمے دے او ستونزي دي هغه دې لري كړې شي۔ دې ځانله د چين كمپنۍ له دې هر ډول اسانۍ وركړې شي دغسې چې په خصوصي اقتصادي ز??ن د كار رفتار تند كړے شي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ ټولو له به په ګډه صنعتي پرمختګ او ريونيو زياتولو له كار كول وي دغسې چې پاكستان يو پرمختګ كونكے هېواد جوړ شي۔ وزيراعظم د چين كمپنيز له د سرمايه كارۍ بلنه وركولو سره ووئيل چين او د پاكستان كمپنيز د يو بل د تجربو څخه ګټه پورته كولې شي۔ده ووئيل ټولو ص??بو كښې اقتصادي ز??نز جوړولو ته پام لرنه كوو۔ وزيراعظم د رشكئي خصوصي اقتصادي ز??ن د سائټ دوره هم وكړه او د پرمختيائي كارونو جاج ئې واخست