اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) وزيراعظم ??حمد شهباز شريف قوم ته د فيټف شرائط په پوره كېدو او وائټ لسټ ته د پاكستان د بې??ته تللو لار په هوارېدو مباركي وركړې او وئيلي ئې دي چې ټيم پاكستان ته دې مبارك وي كوم چې پاكستان لپاره كاميابه هڅه وكړه، د ګرے لسټ څخه د پاكستان نامه په ويستلو قومي هڅه كوونكو ټولو سول او ملټري ډلو ته پېرزوينه وړاندې كوو. د خالي په ورځ د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ??حمد شهباز شريف وئيلي دي چې خارجه وزير بلاول بهټو زرداري ته هم مباركي وايم، د هغه په مشرې كښې ډلې دا مهمه كاميابي ترلاسه كړې، عسكري مشرتابه ته د ګرے لسټ څخه د پاكستان د نامې وتلو عمل مبارك، د پاكستان په دې لويه كاميابي ستاسو د هڅو ستائنه كوم. ده ووئيل چې په جي اېچ كيو كښې د آرمي چيف لخوا جوړ كړې شوي كور سې?? د ??اكستان په دې مهمه كاميابې كښې كليدي كردار ترسره كړے. په اكتوبر كښې د فيټف ډلې دورې نه پس به د پاكستان نوم د ګرے لسټ څخه وويستل شي. د ګرے لسټ څخه د پاكستان وتل نېك شګون دے، په راتلونكي وخت كښې به پاكستان لا كاميابې ترلاسه كړي. ده ووئيل چې د كوم ټيم ورك او جذبې سره د ګرے لسټ څخه د پاكستان د نامې ويستلو هڅه شوې، هم دا قومي هڅه د معيشت بحالې لپاره هم كوو. قوم به د مايوسې ، ناامېدې او معاشي ابترې نه وباسو او د تعمير، پرمختګ او خوشحالې په پلو به ئې بې??ته راولو.