اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) د الخدمت فاؤنډېشن لخوا د افغانستان زلزله ځپليو لپاره پنځه ټركه د مرستې ??ام??ن افغانستان لپاره روان كړے شوے چې پكښې داروګان٬د خوراك څيزونه٬خيمې٬ترپالونه٬كمبلې او نور د مرستې څيزونه شامل دي۔د زيارت پ?? ورځ د الخدمت فاؤنډېشن لخوا جاري شوي پرېس رېليف له مخې د پېښور څخه د افغانستان زلزله ځپليو مرستې لپاره د ??ام??ن دوهم كهيپ روانولو په موقع د الخدمت فاؤنډېشن نائب صدر خالد وقاص مېډيا د تفصيلات څخه خبرولو كښې ووئيل نن د افغانستان زلزله ځپليو مرستې لپاره د الخدم فاؤنډېشن لخوا د مرستې ??ام??ن دوهم كهيپ روان كړے شوے ٬تراوسه الخدمت فاؤنډېشن د پاك افغان كوآپرېشن فورم به اشتراك تقريبا د 3 كروړه روپو مرستې ??ام??ن د خوست او پكتيا زلزله ځپليو لپاره روان كړے۔ده ووئيل د زلزلې له امله ځپليو دواړو صوبو كښې زمونږ د مرستې ډله د وړاندې نه رسېدلې او د سروے نه پس ځپليو سيمو كښې سمدستي د ضرورت څيزونو د ترسيل لړۍ روانه ده۔ډېر زر به د ډ??كټ??انو او طبي عملې پشمول نورې مېډيكل ډل?? هم ځپليو سيمو لپاره روانې كړی شي۔په دې موقع د الخدمت فاؤنډېشن ډيزاسټر منيمنټ پروګرام منيجر آصف جما?? او د خېبرپښتونخوا ريجن مېډيا منيجر نور الواحد جدون او نور ذمه واران هم موجود وو