اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) خارجه وز??ر بلاول بهټو زرداري د جمعې په ورځ د پېنډې په نور خان هوائي اډه قندهار لپ??ره د بېړنې مرستې سامان لېږلو په دستوره كښې ګډون وكړو. د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې د افغانستان اولس لپ??ره د بېړنې مرستې سامان لېږلو مقصد په ختيځ افغانستان كښې د طوفاني بارانونو په نتيجه كښې د سېلاب ځپليو مرسته كول دي. په دې موقع خارجه وز??ر بلاول بهټو زرداري د دواړو هېوادونو د اولس ترمېنځه د ورورولې اړيكې په ډاګه كولو سره افغان اولس ره د مرستې روانې ساتلو لپ??ره د پاكستان د عزم څرګندونه وكړه. ده ووئيل چې د پاكستان حكومت او اولس په دې سخت وخت كښې افغان قوم سره دے. خارجه وزير ووئيل چې پاكستان افغانستان سره خپلو اړيكو ته اهميت وركوي. ده ووئيل چې دواړه هېوادونه د يو اسان تجارت او ټرانزټ نظام وضع كولو او روابط زياتولو لپ??ره كار كوي. په دستوره كښې د افغانستان د سفارت ناظم الامور، د اېن ډي اېم اے چيئرمېن او د خارجه وزارت اعلٰی چارواكو ګډون وكړو.