پنډۍ 02 اګست (اے پي پي) د لسبيله په وندري موسٰې ګوټھ سيمه كښې د چورلكې په پېښه كښې د كوئټه کور کمانډر لېفټيننټ جنرل سرفراز علي او نور 6 افسران شهيدان شوي۔ د آئي اېس پي آر ډي جي د نهې په ورځ خپل ټويټ كښې وئيلي دي د سېلاب په مهال د مرستې هلو ځلو كښې بوخت د بدقسمته چورلكې ملبه د لسبېله د وندر موسٰي ګوټھ څخه ترلاسه شوې ، په دې پېښه كښې لېفټيننټ جنرل سرفراز علي پشمول د پاکستان کوسټ ګارډز ډائريکټر جنرل بريګيډيئر امجد حنيف ، د 12م کور بريګيډيئر محمد خالد، پا??لوټ مېجر سعيد احمد ، مرستيال پا??لوټ مېجر محمد طلحهٰ منان او نائيك م??ثر فياض شامل دي۔ د ابتدائي پلټنو له مخئ دا پېښه د موسم خرابۍ ??ه امله رامخې ته شوې ده