اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي)د خزانې او محصولات وزير مملكت ډاكټر عائشه غوث پاشا وئېلي دي حكومت د جامع اقدامات د لارې معيشت د ديواليه كېدو خطرو څخه محفوظ كړے٬د روپۍ په قدر كښې اضافه كېږي او درآمدا?? مخ په كمېدو دے۔د انساني او اقتصادي سل??متيا نه بغېر د قامي سل??متيا تصور نيمګړے دے۔هغې دا خبرې د ګل په ورځ په انسټي ټيوټ آف سټريټجك سټډيز كښې “د پاكستان اقتصادي سل??متيا—چېلنجونه او لائحه عمل”په موضوع د خاص رپورټ د اجرا په موقع په خپله وېنا كښې وكړې۔وزيرمملكت ډاكټر عائشه غوث پاشا ووئيل په اوسني وخت كښې د اقتصادي او انساني سل??متيا نه بغېر د قامي سل??متيا تصور نيمګړے دے٬بايد ??قتصادي سل??متيا لپاره بهرنۍ ادائيګۍ لپاره قوي بنيادونه وي ځكه چې د هر يو هېواد په پرمختګ او خوشحالۍ كښې اقتصادي سل??متيا كليدي كردار لري۔وزير مملكت ووئيل سماجي اشاريې د اقتصادي سل??متيا ټاكنه كوي۔انساني او اقتصادي پرمختګ لپاره د ټولنې د كم آمدن او محرومه طبقې مخ په وړاندې بوتلل ضروري دي