دوحه 25 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د قطر دوه ورځنۍ سركاري دورې ترسره كولو نه پس اسلام آباد ته راروان شوے۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم دفتر د مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د دوحه په هوائي اډه د قطر د ټرانسپورټ وزير جاسم سېف ال سليطي رارخصت كړو۔د وزيراعظم د قطر امير٬د قطر نورو مهمو مشرانو٬د قطر انويسټمنټ اتهارټۍ او ت??جرانو سره د كاميابو ملاقاتونو ??ه نتيجه كښې د قطر انويسټمنټ اتهارټي په پاكستان كښې د تجارت او سرماي كارۍ په بېلا بېلو څانګو كښې د درې بلينه امريكائي ډالرو د سرمايه كارۍ تياري كوي۔د دورې په مهال وزيراعظم د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني ??و د قطر وزيراعظم شېخ خالد بن خليفه عبدالعزيز الثاني سره جلا جلا ملاقاتونه كړي چې پكښې د دوه اړخيزه تجارت په ز??ات??لو ??و د اداره جاتي روابطو په قوي كولو اتفاق شوے۔د دې نه علاوه د كركيلې٬خوراك او توان پ?? څانګو كښې د مرستې په ز??ات??لو او په پاكستان كښې د قابل تجديد توان٬سېلګرۍ ??و د كوربتوب پ?? څانګو كښې د قطر د سرمايه كارۍ په ډاډګيرنه صلاح راغلې۔وزيراعظم د قطر انويسټمنټ اتهارټۍ ??و د بزنس اېسوسي اېشن سره هم ملاقاتونه كړي ۔وزيراعظم د خپلې دورې په مهال د پاكستان قطر ټرېډ اينډ انويسټمنټ راؤنډ ټېبل په كنفرنس كښې هم ګډون كړے ۔په كنفرنس كښې د قطر مخوريزو كاروباري شخص??ات?? او كارپورېټ ايګزېكټوز سره سره په قطر كښې پاكستانو ت??جرانو ??م په لويه شمېره ګډون كولو۔د كنفرنس په مهال د قطر تاجرانو او سرمايه كارو په پاكستان كښې په بېلا بېلو څانګو كښې په سرمايه كارۍ كولو كښې خوښي څرګنده كړې ۔وزيراعظم په دوحه كښې د فيفا ورلډ كپ 2022 د سټېډيم 974 دوره هم كړې ۔وزيراعظم په اسټېډيم كښې د موجودو آسانيو ستائنه كړې ۔ده د اسټېډيم د ځانګړي تعمير ستائنه كولو سره د فيفا ورلډ كپ په لړ كښې د قطر مشرتابه او اولس لپاره د نيكو هيلو څرګندونه او په دې لړ كښې د پاكستان لخوا د ملاتړ باور وركړے۔د وزيراعظم محمد شهباز شريف لخوا د وزيراعظم چوكۍ سنبهالولو نه پس دا د قطر وړومبۍ سركاري دوره وه۔