اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي)د برېښنا وفاقي وزير خرم دستګير خان وئيلې دي اولس ته د ار??ان?? برېښنا وركولو بنياد اېښودلے شوے٬ملكي او غېر ملكي سرمايه كارو د ش??سي توان په پروژو په سرمايه كارۍ كښې د بشپړه خوښۍ څرګندونه كړی٬ د 600 مېګاواټ په وړومبۍ پروژه سرمايه كارو ته بريفنګ وركړے كېږي٬د ش??سي توان څخه به ماحولياتي آلودګۍ كښې كمے راشي٬د ش??سي توان پرو??ې به د بيعې تعين په سپيځلې توګه وكړے شي٬په ټول هېواد كښې به په كلي والو سيمو كښې د 1 نه تر 4 مېګاواټ ش??سي توان پروژې لګولې شي٬سركاري ودانۍ به هم سولر توان ته منتقل كولی شي٬كروندګرو ته به په ش??سي توان چلېدونكې ټيوب ويلز وركولې شي٬په نړيوال ماركيټ كښې د روان كال د پېل څخه د سكارو٬تېل او ګاز په بيعو كښې د 300 نه تر 400 فيصد اضافه شوې۔د ??ور?? په ورځ خبري كنفرنس ته په وېنا كښې ده ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د ار??ان?? برېښنا وركولو بنياد اېښودلے كېږي٬د ش??سي توان دا وړومبۍ پروژه به تند رفتارې سره بشپړه كړی شي٬ځكه سرمايه كارو ته بلنه وركړی شوې٬د برېښنا د بيعو كمولو عملي كار نن څخه پېل كېږي۔ش??سي توان څخه به 60 فيصد ارزانه برېښنا جوړولې شي٬ ده ووئېل د ش??سي توان څخه به ماحولياتي آلودګۍ كښې كمے رامخې ته شي۔د دې پروژې په اړه به سرمايه كارو ته بريفنګ وركولے شي۔د ش??سي توان د دې پروژې تعين به په سپيځلې ډول كولې شي۔ده ووئيل د حكومت د توان پالېسۍ له مخې به د برېښنا پېدا كولو نوې كارخانې د هېواد وسائلو څخه لګولې شي٬د پن برېښنا٬ش??سي توان٬هوا څخه برېښنا پیدا كولو٬تهركول او جوهري توان پرو??ې به لګولې شي ځكه چې د برېښنا جوړولو لپاره درآمد شوې ايندهن ډېر ګران پريوځي۔ده ووئيل نړيوال ماركيټ كښې د روان كال پیل څخه د سكارو٬تېل او ګاز په بيعو كښې د 300 نه تر 400 فيصد اضافه شوې دې۔د دومره زياتې بيعې پاكستاني صارفين متحمل كېدې نه شي