اسلام آباد 19 ستمبر(اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف نن د ګل په ورځ لندن څخه امريكې ته رسي چرته به چې هغه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په 77مه غونډه كښې د پاكستان نمائندګي كوي۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم په لندن كښې د ملكه برتانيه آخري رسومات كښې د ګډون نه پس نيويارك ته رسي۔ په نيويارك كښې به وزيراعظم د نورو هېوادونو م??را??و سره دوه اړخيزه ملاقاتونه كوي۔ د ستمبر په 20مه نېټه به وزيراعظم د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل په استقباليه كښې ګډون كوي۔ هغه به د فرانس ??در ايمانوئيل ميخواں او د اروپائي ائتلاف كونسل ??در چارلس مائيكل سره ملاقات كوي۔ وزيراعظم شهباز شريف به “ګلوبل فوډ سېكورټي كنفرنس” كښې ګډون هم كوي۔ د ستمبر په 21مه نېټه به وزيراعظم د آئي اېم اېف اېم ډي كرسټالينا جور جيوا٬د ورلډ بانك ??در ډيوډ ملپس سره ملاقات كوي۔ وزيراعظم به د تركيې ??در رجب طيب اردوان په شمول د ايران ??در سيد ابراهيم رئيسي او د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ ??در سره هم ملاقات كوي۔ هم په دغه ورځ به وزيراعظم محمد شهباز شريف د امريكې ??در جوبائيډن لخوا راجوړی كړې شوې د ماسخوتن مېلمستيا كښې ګډون هم كوي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف به د ستمبر په 21مه نېټه د تركيې ??در او د تركيه د وړومبۍ مېرمن په درناوي كښې د ماسپخښين مېلمستيا كوي۔وزيراعظم شهباز شريف به د فن لينډ ??در سعالي نوسيتو ٬ د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتير٬ خپل چينائي ٬ جاپاني او د ملائيشيا همڅنګو سره ملاقات كوي۔ د ستمبر په 23مه نېټه به وزيراعظم شهباز شريف د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خطاب كوي۔د وزيراعظم به نوبل انعام ترلاسه كونكې ملاله يوسف زئي سره هم ويني۔ وزيراعظم به د خپلې دې دورې په مهال نوموړې امريكائي ورځپاڼې او د ابلاغ ذريعو سره مركې هم كوي۔