اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي د توان ځائي وسائل كارولو ته حكومت پام لرنه كوي٬ تهركول زمونږ توان حاجتونه په ښه ډول ترسره كولې شي٬ مونږ به د درآمدي س??رو په ځاے سكرو څخه ارزانه برېښنا پېدا كوٶ۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د تھر کول ترسيل پحقله د جاج اغستو غونډې مشري كړې ۔ په دې موقع د رېلوے سېكرټري غونډې ته ووئيل د وزيراعظم امر له مخې پاكستان رېلوے به تر 23م مارچ كال 2023 د چهور نه تر اسلام كوټ (تھرپارکر) 105 کلوميټره اوږدې پټلۍ غزولو سره د تهر سكاره په ګرد هېواد كښې موجودو بجلي ګهرو٬ سيمنټ او د خختو بهټو ته ورسولې شي٬ د م??صوبې مجموعي لګښت 58 اربه روپۍ دے چې پكښې ?? وفاق ا?? صوبائي حكومت نيم په نيمه برخه ده۔ وزيراعظم د م??صوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال او د سندھ وزيراعليٰ سيد مراد علي شاه په مشرۍ كښې كمېټي جوړه كړې او دوي ته ئې امر كړے چې د تهركول څخه د سكرو ترلاسه كېدل او ځائي ماركيټ كښې ?? دې د طلب اندازه لګولو سره په راتلونكو 72 ساعتو كښې ??فصيلي رپورټ وړاندې كړئ٬ د كمېټۍ په نورو غړو كښې ?? رېلوے وزير خواجه سعد رفيق، د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر جهانزېب خان،د اېف ډبليو او ډائرېكټر جنرل، د اړوندو وزارتونو سېكتران او پوهان شامل دي۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو محمد اسحاق ډار، انجينئر خرم دستګير، احسن اقبال، خواجه سعد رفيق، د سندھ وزيراعليٰ سيد مراد علي شاه، د وزيراعظم سلاحكار ??حد چيمه، خاص مرستيالو ډاکټر جهانزېب خان، ظفرالدين محمود، د سندھ د توان وزير امتياز احمد شېخ او اړوندو لوړ پورو ګډون كولو