اسلام آباد 14نومبر (اے پي پي)د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي عمران ??ان فرائيډے ټائمز سره خپله مركه كښې د حقيقي آزادۍ او حقيقي جمهوريت بيانيې څخه يو بل يوټرن اغستے دے ٬وخت راغلے چې د آئين او قانون له مخې دغه كس د خپلو درغو قيمت ادا كړي٬اوس عمران ??ان ??واړي چې د هېواد دننه او د هېواد بهر څوك دې د هغه په سر څوك لاس كېږدي دغسې چې د هغه ??ياسي دوكانداري روانه شي۔د ګل په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د دفاع وزير خواجه محمد آصف ووئيل 7 ٬ 8 مياشتې وړاندې كله چې په دې ايوان كښې د ??دم اعتماد تحريك كاميابېدو نه پس مخلوط حكومت جوړ شو نو هغه ?? يو نوې دور پېل و٬زمونږ حكومت ته به وئېل كېدل چې دا امپورټډ حكومت دے او يو سائفر راوړاندې كړے شوے چې دا حكومت هم د دې سائفر په وجه قائم شوے۔ ده ووئېل قام ته وئېلې شوي وو چ?? مونږ د حقيقي آزادۍ جنګ كوو۔تېره ورځ عمران ??ان فرائيډے ټائم سره په خپله مركه كښې ووئيل هغه هر څه ختم شوي۔ده ووئيل د عمران ??ان ټول ژوند د يوټرن څخه عبارت دے ٬هغه چې كوم هم تورونه لګولي هغه ?? دې ايوان ??و هېواد سپكاوے كړے۔ ده ووئېل وخت راغلے چې د هغه ټول دروغ قام ته وړاندې كړی شي او د هغې سياسي زيان هم پورته كړي