اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) پاکستان د برتانيه لخوا په باضابطه توګه پاكستان د “هائي رسك تهرډ كنټريز” د فهرست نه د ويستلو د اقدام هركلي كولو سره دا يو مثبت پېشرفت ګرځولے۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د زيارت په ورځ د پرېس بريفنګ پهم هال وو??يل دا اقدام د 21م اكتوبر د فنانشل اېكشن ټاسك فورس د پرېكړې له مخئ پورته كړے شوے ۔ وياندې د برتانيه فارن، کامن و??لتھ اينډ ډيولپمنټ آفس د مني لانډرنګ او ترهګرو د مالي معاونت كنټرول بهتر كولو لپاره د پاكستان لخوا پېشرفت تسليم كړے۔ دې وو??يل مونږ د برتانيه د دې اقدام هركلے كوٶ او هيله لرو چ?? نور هېوادونه به هم په دې تناظر كښې د پاكستان هلې ځلې تسليم كړي۔وياندې د هند د غېر قانوني قبضه كړي جمو و كشمير د صورتحال ذكر كولو سره وو??يل پاكستان نړۍ ته يادول غواړي چې د كشمېر كشالې يواځنې او تل پاتې حل د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخئ په آزاد او غېر جانبدارانه استصواب رائے كښې مضمر دے، د كشمير اولس ته د خپلواكۍ د حق استعمالولو موقع وركول پكار ده۔ دې په نړيوالې ورورولۍ زور رواړو چ?? ھغوي د هند لخوا په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزو پشمول د يو اړخيزه او غېر قانوني اقدامات نوټس واخلي او هند دې د مسلمانانو د آبادۍ تناسب بدلولو لپاره غېر قانوني كاروائۍ او د چالونو نه منع كړي٬ دې وو??ېل هندي واكمنو له به دا اقدامات په سمدستي توګه كالعدم كول وي د كومو مقصد چې د كشمريانو جمهوري اكثريت او د دوي نسلي شناخت ختمول دي۔ وياندې وو??يل پاكستان به د كشميريانو د وحشيانه هندي جبر څخه آزادۍ لپاره د سېپځلو هلو ځلو ملاتړ روان ساتي۔ د خارجه دفتر وېاندې وو??يل د هندۍ ميډيا لخوا د انټرنیشنل اټامك انرج?? ایجنسۍ (آئی اے ای اے) ډائریکټر جنرل سره د تړلي بيان غلطه تشريح د هند د خپلې غېر ذمه واره اتومي رويې څخه د خلاصولو يوه ناوړه هڅه ده٬ دې وو??ېل د اتومي صلاحيت وړ براهموس میزائل فائر كولو پېښه د يو جمهوري رياست په توګه د هند په طرزعمل يو شمېر سوالونه راپېدا كړي په كومو چ?? نړيوالې ورورولۍ له د تشويش وړ پاتې كېدل پكار دي۔ وياندې وو??يل په كال 2021 كښې د داسو ترهګرۍ بريد كېس پرېكړې يو ځل بيا د ترهګرۍ مخنيوي لپاره د پاكستان د پوخ عزم څرګندونه كړې ، مونږ يو ځل بيا ځپليو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه كړې ، پاکستان په هېواد كښې د چين د كاركنانو٬ منصوبو او د ادارو د حفاظت عزم لري۔ وياندې هيله څرګنده كړه چې دښمن قوتونه كله هم د پاكستان او چين ګڼ اړخيزه ستراتېژك کوآپریټو پارټنرشپ كمزورې كولے نشي