اسلام آباد۔1دسمبر (اے پی پی) د صدر ډاكټر عارف علوي كورودانې بېګم ثمينه عارف علوي وئيلي دي د سينې كېنسر په اړه اولسي شعور بېدار كړے شوے او په دې اړه د اولس په بېدارۍ كښې تر ډېره حده كامياب شوې يؤ چې د فوري تشخيص د لارې د برېسټ كېنسر علاج ممكن دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د زيارت په ورځ د صحت كهاني تر اهتمام لاندې د “زه ژوندۍ پاتې كېدې شم ” په سرخط دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ دې وو??يل د سينې كېنسر رنځورانو مرستې لپاره د جوبلي انشورنس په مرسته د كېنسر پروټېكشن پروګرام په پېل كولو د صحت كهاني ستائنه كوم۔ دې هيله ولرله چې داسې پروګرامونو ته به سباؤن كښې لا پراختيا وركړې شي۔ دې وو??يل برېسټ كېنسر په مېرمنو كښې موندلے كېدونكے عام كېنسر دے كوم سره چې په پاكستان كښی په هر 9 مېرمنو كښې يو مخ ده٬ په پاكستان كښې هر كال نزدې د 90 زره نه تر 100 زره مېرمنو كښې د دې رنځ تشخيص كېږي خو د افسوس خبره دا ده چې نزدې 50 فيصده مېرمنې د دې د لاسه د مرګ خلې ته ځي۔ دې وو??يل اوس په پاكستان كښې د دې رنځ په اړه شعور زيات شوے ٬ اوس خلق ډاكټرانو پلو ځي ٬ د فېډرل برېسټ كېنسر سكريننګ سنټر اسلام آباد له مخې د كال 2016 په مهال په سېنټر كښې 475 م??موګرافي شوي ٬ په كال 2019 كښې دا شم??ره 1403 او د كال 2022 ء تر اكتوبر مياشتې دا شم??ره 3000 نه هم زياته شوې ۔ دې وو??ېل دا د رنځورانو زياتېدل هم په ګوته كوي۔ دستورې ته د لياقت نېشنل روغتون ډاكټر نا??له انجم زاهد هم خطاب وكړو۔ دې وو??يل سړي او مېرمنې دواړه د سينې كېنسر سره مخ كېدے شي٬ پرهېز د درملنو نه ښه دے۔ د صحت كهاني چیف اېګزېکټو آفیسر ډاكټر ساره سعيد خرم وو??يل د ټېلي ميډيسن ټېكنالوجۍ د لارې رنځورانو ته د روغتيا آسانۍ وركولې شي۔ دستورې ته د جوبلي لائف انشورنس جنرل منېجر فرحان اختر آفريدي هم خطاب وكړو