اسلام آباد۔6دسمبر(اے پی پی) پاکستان هندي حكومت څخه د تاريخي باب??ي جومات په خپل اصل ځائې د بيا تعمير كولو او د دې د ورانولو ذمه وارو ته د سزا وركولو غوښتنه كړې ده۔ د خارجه دفتر ??يا??د د هندو انتها خوښو د لاسه د باب??ي جومات د شهادت د 30 كالو ترسره كېدو په موقعه د نهې په ورځ په يو بيان كښې د باب??ي جومات په ځائې د يو مندر د جوړېدو غندنه وكړه۔ په هند كښې د اسلامو فوبيا او كركې خپرونكو جرمونو نوټس اخستو په حاجت زور راوړلو سره پاكستان نړيوالې ورورولۍ ٬ ملګرو ملتونو او اړوندو نړيوالو ادارو ته اپيل كړے چې هغه دې انتها خوښي هندوتوا حكومت څخه د اسلامي ورثې ځايونو په تحفظ ??ښې خپل كردار ترسره كړي۔ په بيان كښې وئيلې شوي دي چې نن د هند په ايودھيا ښار كښې د هندو انتها خوښو د لاسه د تاريخي باب??ي جومات د شهيد كېدو 30 م تلين دے۔ ده ووئيل مونږ د باب??ي جومات د ويجاړونكو مجرمانو د بري كېدو غندنه كوؤ۔ ??يا??د په خپل بيان كښې ووئيل چې په هند كښې هندو بالادست ډله وارانسی د دې جومات په شمول د نورو جوماتو په مندرونو كښې د بدلولو غوښتنه كوي٬ دې غوښتنو سره د باب??ي جومات په څير نورې پېښې هم رامخې ته كېدې شي۔ ده ووئيل لكه څنګه چې د اسلامي مرستې تنظيم (او آئی سی) د خپلو بېلو اعلانونو دلارې غوښتنه كړې ده مونږ هم هندي حكومت څخه دغه غوښتنه كوؤ چې باب??ي جومات دې په خپل اصل ځائې جوړ او د دې د ورانولو ذمه وارو ته سزا وركړې شي۔ ??يا??د په خپل بيان كښې ووئيل نړيوالې ورورولۍ له به په هند كښې د زياتېدونكې اسلامو فوبيا او كركه خپرونكو تقريرنو او جرمونو نوټس اخستل وي۔ ??يا??د ووئيل نړيوالې ورورولۍ ٬ ملګرو ملتونو او او اړوندو نړيوالو ادارو څخه غوښتنه كوؤ چې هغه دې په انتها خواښي هندوتوا حكومت څخه د اسلامي ورثې ځايونو په تحفظ ??ښې خپل كردار ترسره كړي۔ده ووئيل هندي حكومت بايد د اقليتونو او په خاص توګه د مسلمانانو او د هغوي د عبادت خانو امنيت باوري كړي۔