اسلام آباد 01 فروري (ار پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د هېواد په علمائے كرامو او مشائخو زور راوړے دے چې هغوي دې د قرآن او سنت په رڼا كښې د اسلام ح??يقي تعليمات رامخې ته كولو سره د انتهاخوښۍ٬ ت??هه ګرۍ او فرقه واريت خاتمې لپاره خپل كردار ترسره كړي۔ صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه ?? علماﺀ كرامو او مشائخو يو پل??وي سره په خبرو كښې وكړه چا چې د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې هغه سره ملاقات وكړو۔ د پل??وي مشري ?? علماﺀ مشائح يو والي كونسل آف پاكستان چيئرمېن قادري هدايت الله ميراني كوله۔په پل??وي كښې محمد یونس قریشی، مولانا ګل ولی، میجر احتشام الدین کیانی، پروفیسر عبدالغفار شاہ بخاری، عبدالرحیم عباسی، نور الٰهی، فهد مقصود، حمید اللہ خان، شیخ مظهر حسین، شیخ ضیاءالرحمن، علامه مفتی محمود احمد تبسم او جمال خان شامل وو۔صدر مملكت پل??وي سره په خبرو كښې ووئيل چې پاكستان كښې د ترهه ګرۍ او عسكريت خوښۍ په چېلنجونو قابو موندلو له ?? علمائے كرام لخوا يو بشپړه اېكشن پل??ن ته حاجت دے۔ صدر مملكت په علماﺀ كرامو زور راوړو چې هغوي دې د انتها خوښۍ په حوصله شكنۍ او د ټولنې اصلاح كولو له خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل چې علماﺀ كرام دې قامي يو والي٬ مذهبي روادارۍ او د مذهبونو ترمينځه همږۍ او امن ته وده وركړي۔ صدر مملكت ووئيل چې دا د مذهبي سكالرانو ذمه واري ده چې هغوي د اسلام ح??يقي تعليمات خلكو په خاص توګه ځوانانو ته ورسوي ٬ دغسې سماجي اصلاحات دې وكړي او په ټولنه كښې دې اخلاقياتو ته وده وركړي۔ ده ووئيل چې پاكستان نظم وضبط٬ استقامت٬ اخلاقياتو او سماجي انصاف ته وده وركولو سره پرمختګ كولے شي او په ټوله نړۍ كښې خپل صحيح مقام ترلاسه كولے شي۔ صدر ووئيل چې علماﺀ كرامو له به ټولنې څخه د تفرقې لرې كولو او په هېواد كښې اتحاد او يو والي ته وده وركولو له كار كول وي