اسلام آباد 02 فروری(اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي چې د جمو كشمير شخړی تر منصفانه حل به پاكستاني اولس ته آرام رانشي٬ پاكستان به د خپلو كشميري خوئېندو او وروڼو غېر متزلزل ملاتړ روان ساتي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د كشمير يو و??لي ورځې تياريانو په اړه د يوې خاص جائزه غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔وزيراعظم د كشمير يو و??لي ورځې تياريانو په اړه ټولو اړوندو ادارو سره هم آهنګۍ سره د كار كولو هدايت وكړو۔د وفاقي و??ارتونو٬صوبائي حكومتونو٬ګلګت بلتستان او آزاد جمو كشمير حكومتونو استازو د كشمير يو و??لي ورځې تياريانو په اړه وزيراعظم ته بريفنګ وركړو۔د غونډې ګډون كونكو سره په خبرو كښې وزيراعظم ووئيل چې هند د تېرو 75 كلونو څخه په جمو كشمير غېر قانوني قبضه كړې٬ 5 اګست 2019 غېر قانوني اقدام نه پس كشميريان ديوال سره لګولې شوي او په اوسنو ورځو كښې هند په كشميريانو په ظلمونو كښې لا تندوالې راوستلې دې۔وزيراعظم ووئيل چې پاكستان به د خپلو كشميري خوئېندو او وروڼو غېر متزلزل ملاتړ روان ساتي۔وزيراعظم ووئيل چې د كشميريانو غږ به ټولې نړۍ ته رسولې شي٬ د جمو كشمير شخړی تر منصفانه حل به پاكستاني اولس ته آرام رانشي۔ وزيراعظم سږ كال د كشمير يو و??لي ورځ په موثر انداز كښې لمانځلو لپاره ټولو اړوند ادارو ته د هم آهنګۍ سره د كار كولو هدايت كړې۔په غونډه كښې وفاقي و??يرانو٬ د صوبائي حكومتونو٬ د ګلګت بلتستان او آزاد جمو كشمير حكومتونو استازو د كشمير يو و??لي ورځې تيارو په اړه بريفنګ وركړو۔غونډې ته ووئيل شو چې په دې اړه په ټول هېواد كښې لاريونونه٬واك٬ د عكسونو نندارتونونه ٬ ت??ري??ي مقابلې او نورې دستوره كولې شي۔ په غونډه كښې د رېلويز او هوا بازۍ وفاقي و??ير خواجه سعد رفيق٬د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي و??يرې مريم اورنګزېب٬د مواصلاتو وفاقي و??ير مولانا اسعد محمود٬د تعليم وفاقي و??ير رانا تنوير حسېن٬د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټيلي كام وفاقي و??ير امين الحق٬د وزيراعظم د كشمير او ګلګت بلتستان چارو خاص مرستيال قمرزمان كائره٬خاص مرستيال طارق فاطمي او اعلٰی سر??ار?? افسرانو ګډون وكړو