اسلام آباد۔6مارچ (اے پی پی) د كورنيو چارو وزير رانا ثناﺀ الله خان وئيلي دي وفاقي پوليس د عدالت جاري شوے د ګرفتارۍ وارنټ عملي كولو له زمان پارك ته تللې وو خو تورن دغه ځايې څخه د ګاونډيانو كره ??ټ شوے ؤ ٬ حكومت د عمران خان د ګرفتارۍ هېڅ شوق نه لري خو كه په ټاكلي وخت عمران خان عدالت ته وړاندې نه شو نو بيا عدالت ته د هغه د وړاندې كولو انتظام شوے دے٬ په هېواد كښې د ډالرو د كمي او د روانې معاشي ستونزې سبب د عمراني ډالې غلطې معاشي پالېسۍ دي٬ په کے پی کے كښې د ټاكنو په اړه د حالاتو نه سازګاره ??ېدو په اړه د مولانا فضل الرحمن د رائے احترام كوؤ٬ ا??ل به د پي ډي اېم او بيا به په حكومتي كچه دې رائے ته په كتلو د حكومت لخوا حتمي پرېكړه كولې شي۔ ده د ګل په ورځ په پي ټي وي هېډ كوارټر كښې خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ وفاقی وزیر ووئيل بلوچستان پولیس او سول آرمډ فورسز چې د ترهګرۍ په ضد كوم كردار ترسره ??وي ټول اولس هغوي سره ??لاړ دے ، د قام عزم لا قوي كولو سره به د ترهګرۍ دا روانه چپه ختمه كړې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل مولانا فضل الرحمان چې د ټاكنو په اړه كومه خبره ??ړې په دې رائے د پي ډي اېم غونډه كېدونكې ده ٬ كه پي ډي اېم دا رائے توثيق كوي نو وفاقي حكومت او وفاقي كابينه هم په دې اړه خپل دريځ وړاندې كولې شي۔ ده ووئيل د كے پي كے او بلوچستان حالات ته د پام لرنې سره د فضل الرحمن رائے وزن لري۔ده ووئېل په دې حالاتو كښې دغلته د ټاكنو كمپائن چلول ممكن نه دے ٬ د ټاكنو كولو يا نه كولو پرېكړه به د ټاكنو كمېشن كوي۔ ده ووئيل كومه ډله چې تېره ??رځ په لاهور كښې د عمران خان ګرفتارۍ له تللې وه هغې پېسې خندا وكړې شوه٬ اطلاع دا ترلاسه شوې چې عمران خان ګاونډيانو كره ??ټ شو او د ډلې ستنېدو څخه وروستو بيا راښكاره شو۔ ده ووئيل وفاقي حكومت د عمران خان د نيولو هېڅ شوق نه لري خو هغه له به عدالت ته وړاندې كېدل وي ٬ ګني وړاندې به كړے شي۔ بيا دا د عدلت خوښه ده چې د عمران خان په اړه څه پرېكړه كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل عمران خان د وژلے كېدو تور لګوي٬ عمران خان ته مو څو څو وارې وئيلې دي چې له داسې بې بنسټه تورونو څخه ډډه وكړي۔ دا كار عمران خان لپاره خپله د خطرې سبب ګرځېدے شي۔ ده ووئيل عمران خان سره سياسي اختلاف لرم خو هغه دا په سياسي دښمنۍ كښې بدل كړے دے۔ ده ووئيل تر نن ورځې عمران خان په القادر ټرسټ زمكه ٬ فرخ ګوګي سره ??ه اړوندو چارو او د توشه خانې په غلا خبره ??ه ده كړې۔ ده ووئيل فرح ګوګي په غېر قانوني توګه پاكستان څخه بهر تلې ٬ هغه به د چا لور وي ٬ د چا به خور وي خو كوم كرپشن چې يۍ كړے هغه يۍ عمران خان لپاره ??ړے ۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د معلوماتو تصديق ضروري وي ٬ د ډالر د كمي او سخت معاشي صورتحال سبب د عمراني ډلې غلطې پرېكړې او آئي اېم اېف سره ??وظنامه ده۔ ده ووئيل د افغانستان د لارې د ډالرو په معامله كښې د شاملو ټولو كردارونو نامې به په خپل و??ت رامخې ته كړؤ۔ داخله وزير ووئيل پېمرا يوه خپلواكه اداره ده كه هغې په خلاف ورزۍ كولو كارروائي كړې ده نو دا بايد سپېځلې وي