اسلام آباد۔13مارچ (اے پی پی) د وزيراعظم شهباز شريف په امر د توان وف??قي وزير انجينئر خرم دستګير خان د مارچ 10 مې څخه تر 13 مې نېټې د ايران دوره وكړه او په دې مهال يۍ د پا??ستان او ايران ترمينځه ګوادر ته د 100 مېګاواټ برېښنا وركولو له د مفاهمت يادښت لاس ليك كړو۔ د توان وزارت لخوا د جاري بيان له مخې د دورې په مهال وف??قي وزير خرم دستګير د ايران د توان وزير علي اكبر مهرابيان سره ملاقات كړے۔ د ملاقات په مهال دواړو وزيرانو د ايران او پا??ستان ترمينځه دوه اړخيزه اړ??كو ته په وده وركولو او د توان په څانګه كښې د همكارۍ په زياتولو زور راوړے۔ دواړو وزيرانو د توان په څانګه كښې د نوو منصوبو پېل كولو له خوښي ښكاره كړې۔ د وف??قي وزير د دورې مقصد ګوادر ته د برېښنا وركولو لوظنامې ته حتمي شكل وركول وو٬ د دې منصوبې پرانسته به ډېره زر وكړې شي۔ د خپلې دورې په مهال وف??قي وزير د پا??ستان د قامي ورځې به مناسبت سره په تهران كښې د پا??ستان سفارت لخوا په راجوړه كړې دستوره كښې ګډون وكړو۔ دستورې ته په خپل خطاب كښې وف??قي وزير ووئيل پاکستان او ايران دوه ورونړه هېوادونه دي۔ ده هيله څرګنده كړه چې په سباؤن كښی به د دواړو ورونړو هېوادونو ترمينځه اړ??كې لا زياتې شي۔ وفاقی وزیر خرم دستګیر په تركيه ٬ سوريه او ايران كښې د ز??زلې د لاسه په شوي زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔ وفاقی وزیر د ايران او سعودي عربستان مشرتابه ته د دوي د سفارتي اړ??كو په بحالۍ مباركي وركړه۔ په دې موقع د ايران د توان وزير اكبر محرابيان خاص مېلمه ؤ ۔ هغه په دې خبره زور راوړو چې د پا??ستان او ايران ترمينځه دوه اړخيزه اړ??كې د بهترۍ زيات امكانات لري۔