اسلام آباد۔23مارچ (اے پی پی) د قان??ن او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئيلي دي د الېكشن كمېشن په دوه صوبو كښې الېكشن شېډول بدلول په هېڅ صورت غېر آئيني نه دے٬ كال 1997 څخه تر كال 2018 په هېواد كښې د قومي او صوبائي اسمبليو ټاكنې په يوه ورځ شوې دي٬ كه په دې حالاتو كښې ټاكنې وكړې شي نو دا به خونړۍ ټاكنې وي٬ جمهوري نظام بايد مخ په وړاندې تللو ته پرېښودلې شي ٬ درېم آپشن لپاره بايد لاره ??وا??ه نه كړې شي٬ رياست تر ټولو اول دے٬ پاكستان لپاره بايد مونږ يو ځايې ته راشؤ۔ ده د زيارت په ورځ په پی ټی وی هېډکوارټر كښې خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ وفاقي وزير ووئيل نن په هېواد كښې د سياسي بحران كېفيت دے٬ د يو سړي ضد دوه اسمبلۍ لمينځه اوړلے دي۔ دغلته د اسمبليو د تحليل كېدو نه وروستو رامخې ته شوې صورتحال مخې ته اېښودو سره چې د ټاكنو كولو خبره راغله نو د يو اړخ سوچ دا وو چې ك?? دغلته ټاكنې د يو سړي د سوچ له مخې وكړې شوې نو دا به ټول عمري له متنازعه وي۔ ده ووئيل د جنرل ضياﺀ الحق مارشل لا هم د ټاكنو د لاسه راغلې وه۔ ده ووئيل په ګرد هېواد كښې ټاكنې بايد په يوه ورځ وكړې شي۔ ده ووئيل الېكشن كمېشن په زړه پورې پرېكړه كړې ده ولې چې د هېواد روانه وضعه هم د دې ډول پرېكړې تقاضا كوي۔ ده ووئيل د آئين په آرټيكل 254 كښې ليكلې شوي دي چې ك??م كار كه په ټاكلي وخت كښې ونكړې شي نو دا به غېر آئيني نه وي۔ ده ووئيل په كال 2007 كښې د کے پی کے اسمبلي په اكتوبر كښې تحليل شوه ٬ د پاتې اسمبليو موده په 16 نومبر بشپړه شوه بياهم الېكشن كمېشن په څلورو واړو صوبو او مركز كښې ټاكنې په يوه ورځ وكړې۔ د بې نظیر بھټو د شهادت له امله ټاكنې د فرورۍ پايې ته تلې وې۔ ده ووئيل د آئين د آرټيكل 252 ، الیکشن اېکټ لاندې الېكشن كمېشن د دې اختيار لري ٬ دې څخه وړاندې چې ك??م شېډول وو هغه هم د 90 ورځو په موده كښې دننه نه وو٬ كه د كوم سبب لا امله په هېواد كښې سياسي عدم استحكام رامخې ته شي نو پاكستان تر ټولو اول دے۔ ده ووئيل وزيراعظم تحريك عدم اعتماد څخه وروستو په خپل اولني تقرير كښې په يو ځايې د مخ په وړاندې تللو خبره كړې وه۔ ده ووئيل زیرک سياستدان ټول عمري خپلې دروازې او لارې پرانستې ساتي۔