اسلام آباد 27 اپرېل (اے پي پي) صدر م??لک?? ډاكټر عارف علوی ایران او رومانیه سره د شريكي خوښي په ټولو څانګو كښې د مرستي زياتولو په حاجت زور راوړے دے۔د ایوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د ایران او رومانیه موده ترسره كوؤنكو سفیرانو سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د زيارت په ورځ په ايوان صدر كښې ده سره جلا جلا ملاقاتونه وكړل۔ د ایران موده كوؤنكي سفیر سید محمد علی حسینی سره په خپلو خبرو كښې صدر ووئيل پاکستان ایران سره د ورورولۍ اړيكي مهمي ګڼي ځكه چې دواړه هېوادونه تاریخی رابطي او كلتوري تړون لرلو سره سره په سيمه ايزو او نړيوالو چارو يو ډول خيالات لري۔ده د دواړه هېوادونو شريكو ګټو لپاره د اقتصادی مرستي او تجارتی حجم زياتولو په حاجت زور راوړو۔ صدر م??لک?? د هند په غیر قانونی توګه قبضه كړې شوي جمو او کشمیر كښې په مسلمانانو د هند لخوا د روان ظلم او زياتي ذکر کولو سره ووئيل هند كښې په مسلمانانو ظلم روان دے،اسلامي نړۍ له ??ه د مسلمانانو په ضد د هندي ظلمونو نوټس اخستل وي۔ صدر م??لک?? د كشمير په مسئله ?? ایرانی حکومت حمایت او په موقف مننه وكړه۔ صدر ډاكټر عارف علوی د ایران او سعودی عرب ترمينځه د سفارتی اړيكو د بحالۍ تاریخی اقدام ستائلو سره ووئيل د دواړه هېوادونو ترمينځه اړيكي تر معمول راتللو سره به مينځني ختيز كښ?? امن او استحکام راشي۔ ملاقات كښې د ترهه ګرۍ لعنت ختولو لپاره د دې مخنيوي له ??وانې مرستې ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړلے شو۔ د ایران سفیر سید محمد علی حسینی ووئيل د دواړه هېوادونو ترمينځه د اقتصادی مرستې لا زياتولو پراخه صلاحیت شتون لري۔ صدر م??لک?? د دواړه هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه مرستي ته وده وركولو لپاره د موده ترسره كوؤنكي هلې ځلې وستائلې۔ پاکستان كښې د رومانیه سفیر نکولائی ګویا هم صدر م??لک?? سره ملاقات وکړو۔ په دې موقع صدر ووئيل رومانیه د مينځني اروپا يو مهم هېواد دے او رومانیه سره تجارت او د معیشت په څانګو كښې اړيكې لا قوي كولو كښې خوښي لري۔ده په جی اېس پی پلس اسټيټس ترلاسه كولو او د هغه روان ساتلو كښې د پاکستان په حمایت كولو د رومانیه حکومت مننه وكړه۔ ملاقات كښې د اقتصادی اړيكو لا ښه كولو او دوه اړخيزه اړيكې لا مستحکمولو لپاره د اعلیٰ پائې باقاعدہ تبادلو او خبرو اترو په حاجت زور راوړلے شو۔ سفیر د اګست/ستمبر 2021 په مهال افغانستان څخه د رومانیه وګړو په ويستلو كښې په مرسته كولو د رومانيه صدر لخوا د پاكستان مننه وكړه۔