اسلام آباد۔7مئی (اے پی پی) د پاک افغان خارجه وزيرانو د ت??هه ګرۍ په ضد د مبارزې او د دوه اړخيزه همکارۍ په زي??تولو او د دوه اړخيزه او ټرانزټ تجارت په لړ کښې د سيمه ايز اقتصادي انضمام او رابطې ودې لپاره د ت??ارت په لاره كښې د ولاړو خنډانو لرې كولو په اهميت زور راوړے دے۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې د خارجه چارو وزير بلاول بهټو زرداري په خارجه وزارت كښې د افغانستان د خارجه وزير عامر خان متقي كوربتوب وكړو۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې دواړو لورو د سولې او امنیت سره سره د ت??ارت او رابطو په شمول د شريكې خوښې په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د بهرنیو چارو وزیرانو د دوامداره او عملي مصروفیتونو پر دوام ټینګار وکړو، او د سولې او امنیت په ب??خه کښې د دواړوهېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له ترهګرۍ سره د مبارزې او د دوه اړخیزو همکاریو زي??توالي په حا??ت زور راوړو۔ د پاكستان خارجه وزير په خارجه وزارت كښې د افغان پلاوي په درناوي كښې د غرمې مېلمستا وكړه۔ افغان خارجه وزير او افغانستان د صنعت او تجارت وزير سره د لوړې كچې پلاويو د روانې مياشتې تر 8 مې نېټې د پاكستان په دوره دي۔ د دوه اړخيزه ملاقاتونو نه علاوه افغان خارجه وزير تېره ورځ چين – پاكستان –افغانستان درې اړخيزه مذاكراتو كښې ګډون هم وكړو۔ په مذاكراتو كښې د چين خارجه وزير هم موجود وو۔ په دغه مهال درې واړو خارجه وزيرانو په سياسي مشغوليت ٬ د ت??هګرۍ په ضد همكارۍ په شمول د درې اړخيزه فرېم ورك لاندې د ت??ارت ٬ سرمايه كارۍ او رابطه كارۍ په ب??خو كښې د همكارۍ په زي??تولو موافقت وكړو۔