اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر زاهد اكرم دراني وئيلې دي د پاكستان او تاجكستان ترمينځه د ورورولۍ اړيكې٬مذهب اخوت٬كلتور او د تاريخ په لازواله رشتو تړلې شوي او پاكستان اقتصادي او پارليماني رابطو كښې د اضافې لپاره دوه اړخيزه اړيكې د لا مستحكمولو خ??اهش لري ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د تاجكستان مجلس نمائندګان ډپټي چيئرمېن سره په خبرو كښې كړې چا چې د زيارت په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې دوهم سپيكر سره ملاقات كولو۔دوهم سپيكر د دواړو هېوادونو په پارليمانونو كښې رابطو ته د ودې وركولو په ضرورت زور راوړولو سره ووئېل پارليماني رابطې دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو كښې مهم كردار ادا كولې شي۔ده په دواړو هېوادونو كښې اقتصادي٬تجارتي او نورو څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو په ضرورت زور راوړو۔ده ووئيل په افغانستان كښې امن د م??طقې پرمختګ او خ??شحالۍ لپاره ضروري دے او پاكستان يو پرامن او خ??شحاله افغانستان ليدل غواړي۔ده ووئيل تاجكستان او مينځني آسيائي رياستونو ته د سمندري لارو څخه د نړيوال تجارت لپاره د پاكستان بندر ځاې تر ټولو نزدې دے۔ده په آئيني او نړيوال كنو??شن كښې په ګډون د تاجكستان پلاوي مننه وكړه۔د تاجكستان مجلس نمائنده ګان ډپټي چيئرمېن د ګولډن جوبلي كنو??شن په لړ كښې د راجوړ كړي نړيوال آئيني كنو??شن په كاميابۍ دوهم سپيكر ته مباركي وركولو سره په پاكستان كښې د پلاوي په تود هركلي او كوربتوب مننه وكړه۔ده د دواړو هېوادونو ترمينځه اقتصادي مرستې ته د ودې وركولو په ضرورت زور راوړو۔ده ووئيل تاجكستان پاكستان سره خپلو نزدې د م??ګرتيا اړيكو ته د قدر په نظر ګوري او د دې لا پراختيا له خواهش لري۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت پشمول نورو اقتصادي څانګو كښې د مرستې پراخه موقعې موجود دي كومې چې د دواړو هېوادونو د اولسونو ګټې له كارېدې شي۔ده ډپټي سپيكر ته د تاجكستان دورې كولو هم بلنه وركړه۔په دې موقع د قامي اسمبلۍ غړې جويريه ظفر هم موجود وه۔د دې نه پس ډپټي سپيكر زاهد اكرم دراني سره د سري لنكا ډپټي سپيكر اېچ اي اجيت راجاپاكسے هم ملاقات وكړو٬ په ملاقات كښې د دوه اړخيزه اړيكو پشمول د شريكې خوښې په چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔دوهم سپيكر د اوسني اقتصادي بحران په بهادرۍ سره په مقابله كولو د سري لنكن قام بهادري او استقامت وستائېلو او د سري لنكا پائيدار پرمختګ او خ??شحالۍ لپاره ئې د ??يك?? هيلو څرګندونه وكړه۔ده ووئيل سري لنكا د م??طقې يو مهم هېواد دے او پاكستان سري لنكا سره د م??ګرتيا خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ده د سري لنكن ډپټي سپيكر د آئين ګولډن جوبلي په كنو??شن كښې په ګډون كولو مننه وكړه۔د سري لنكا پارليماني ډپټي سپيكر ووئيل سري لنكا پاكستان سره د م??ګرتيا اړيكو ته د قدر په سترګو ګوري۔ده ووئيل پاكستان په هر سخت وخت كښې د سري لنكا ملاتړ او مرسته كړې ٬ په دې د سري لنكا حكومت او اولس د پاكستان حكومت او اولس مننه كوي۔ده د دواړو هېوادونو ترمينځه د سېلګرۍ٬اقتصادي او سماجي رابطو كښې د مرستې زياتولو په ضرورت هم زور راوړو