اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) بيلو ګوندونو سره تعلق لرونكو د قامی اسمبلۍ غړو غوښتنه كړې چې د اړي ګړي پېښو كښې ككړ شر خوښو په ضد دې د آرمی اېکټ تر??خه مقدمات درج کولو سره هغوي خپل انجام سره مخ كړې شي۔ د ګل په ورځ قامی اسمبلۍ كښې د هېواد په سیاسی صورتحا?? بحث كښې برخه اخستلو سره د اېم کیو اېم غړي صلاح الدیں ووئيل د جمعي په ورځ زه د صابر قائم خانی سره هوائي ميدان ??خه راوتلم نو يو څو كسانو لاري بندې كړي وې، 26 نمبر چونګی سره زمونږ په ګاډي ډزې كولو سره بريد وكړے ??و٬ صابر قائم خانی ژوبل شوے او زمونږ ګاړې تباه کړے ??و۔ زه د هغوي لارښودو له وارننګ وركوم چې كه هغوي دا روش بدل نه كړو نو په كراچۍ كښې به د هغوي لاره نيولې شي، دغه احتجاج كونكي ټول وګړي افغانان ښكارېدل۔ده ووئيل دغه فتنې د عدالتونو په وړاندې بيلي بهاني كړي، كله په وهیل چیئر راځي او كله نور څه كوي۔ بيا دغه تن له مرسډیز وركولو سره پروټوکول هم وركړے ??وے۔ ده ووئيل د چیف جسټس کار ټولو طبقو له ??و ډول انصاف وركول دي۔ دغه مجرم د عالم اسلام تر ټولو عظیم پوځ له دهړكې وركړي۔ ده غوښتنه وكړه چې د دې صورتحال مرتکب كسانو په ضد دې د آرمی ایکټ تر??خه مقدمات جوړولو سره سپیډی ټرائل وكړې شي۔